د سعودي عربستان په پلازمېنه کې د چاودنو تر شا څوک دي؟
۱۳۹۹ بهمن ۸, چهارشنبهد سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې ډیر شمیر عیني شاهدانو ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ پر سيمه ایز وخت د ماسپښین تر یوې بجې مخکې یې د زورورو چاودنو غږونه اوریدلي دي. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو ویډیو ګانو د ریاض په فضاء کې توغندي د خنثي کیدو په حالت کې لیدل کیږي.
عیني شاهدانو د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د دوو چاودنو غږونه یي اوریدلي دي او په فضاء کې یي تورې لوخړې لیدلي دي. په سمدستي توګه د چاودنو علت نه دی معلوم شوی، خو د سعودي عربستان دولتي شبکې العربیه په ټولنیزو رسنیو کې د دغو ویډیوګانو په اړه ویلي دي چې د ښار د پاسه یو توغندی خنثی کړای شوی دی.
د شنبې په ورځ هم برید شوی وو
مخکې تر دې د شنبې په ورځ هم پر پلازمېنې ریاض یو توغندی توغول شوی وو. د شنبې په ورځ د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف ویلي وو چې د ریاض پر لور توغول شوی توغندی یي په فضاء کې خنثی کړی دی.
پوځي ائتلاف د دغه برید د هدف په اړه څه نه وو ویلي، خو حوثي یاغیانو په دې برید کې خپل لاس درلودل رد کړي ول. البته د «علویه الوعد الحق» په نامه یوې نامعلومې ډلې د دې برید مسئولیت په غاړه اخیستی وو.
سعودي عربستان په ۲۰۱۵م کال کې د حوثي یاغیانو له خوا د یمن نسکور کړای شوي حکومت د بیرته واک ته رسولو په خاطر په دغه هیواد کې پوځي مداخله وکړه. تر هغې وروسته د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثي یاغیانو د سرحد له پورې غاړې څخه پر سعودي عربستان د بی پیلوټه الوتکو(ډرون) د بریدونو او توغندیو د توغولو لړۍ جاري ساتلې ده.
حوثي یاغیان په دغو بریدونو کې د سعودي د تیلو ذخایر او ملکي تاسیسات په نښه کوي.
د یادونې وړ ده چې سعودي عربستان د نړیوالې ټولنې له خوا د یمن په رسمیت پيژندل شوي حکومت ملاتړ کوي.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص