1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي: يو ځوان په کوچنيوالي کې د جرم له کبله اوس اعدام شوی

۱۴۰۰ خرداد ۲۷, پنجشنبه

په سعودي عربستان کې يو ۲۶ کلن احتمالاً په کم سنۍ کې د کړو جرمونو له کبله اوس اعدام شوی دی. د بشري حقونو ټولنو پر دې ګام نیوکې کړي دي.

https://p.dw.com/p/3v4yh
Saudi-Arabien | Mustafa al-Darwish
انځور: ESOHR

سعودي عربستان د جون مياشتي پر ۱۵ نېټه د ۲۶ کلن مصطفی الدرويش د مرګ سزا عملي کړه. خو د بشري حقونو ټولنې وايي چې پر مصطفی الدرويش چې د کومو جرمونو تور وو هغه نوموړي هغه وخت کړي ول چې اتلس کلن شوی لا نه وو. د سعودي چارواکو د نوموړي د سزا عملي کیدل تائيد کړي دي.

مصطفی الدرويش په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲م کال کې په تاوتريخوالي کې له ښکيلو سره د ليدنې کتنې، «په وسله وال ياغيتوب کې د ونډي اخيسنې»، د «ناامنۍ د خپروني» او د امنيتي ځواک د غړيو د وژنې په توطيو کې د لاس لرلو له کبله او همدا راز په ځينو نورو قضيو کې ګرم بلل شوی وو.

هغه په ۲۰۱۵م کال کې نيول شوی وو او په ۲۰۱۸م کال کې د مرګ په سزا محکوم شوی وو.

مصطفی الدرويش د سعودي عربستان له شعیه اقليت څخه وو او په اصطلاح د عربي سپرلي په ترڅ کې چې کله په نورو ډېرو هيوادونو کې مظاهرې کیدلې، هغه وخت د سعودي عربستان شعيه ګانو هم د حکومت د تګلارو پر ضد مظاهرې وکړې. د الدرويش کورنۍ وايي چې زوی یې يوازې د حکومت پر ضد مظاهرو کې برخه اخیستې وه.

د بشري حقونو د ځينو سازمانونو په حواله ۲۶ کلن درويش چې په کومو جرمونو تورن شوی وو هغه نوموړي د ۱۷ يا ۱۸ کلنۍ په عمر کې کړي ول. د سعودي عربستان چارواکي ادعا کوي چې هغه وخت نوموړی د بلوغ سن ته رسيدلی وو، خو هغوی په دې تړاو هیڅ اسناد او شواهد نه دي وړاندې کړي.

د هغه کورنۍ وايي چې مصطفی الدرويش اعتراف ته په مجبوره ولو سره هغه شکنجه شوی دی. کورنۍ یې دا هم وايي چې هغوی ته له هغه سره د ليدو اجازه هم ور نه کړل شوه.

د کورنۍ له خوا زياته شوې چې هغوی د رسنيو له لارې د نوموړي د مرګ سزا د عملي کولو په اړه خبر شول.

کم سنو ته د مرګ سزا نه ورکولو ژمنه؟

د بخښني نړيوال سازمان په ګدون ځينو نړيوالو ټولنو پر دې اساس الدرويش ته د مرګ سزا نه ورکولو غوښتنه کړې وه چې هغه دغه ټولې سهوې د بلوغ سن ته د رسیدو ترمخه کړي وې.

سعودي عربستان په نړۍ کې د مرګ سزا عملي کولو په برخه کې شهرت لري او هر کال په لسونو کسانو ته د مرګ سزا ورکول کيږي. خو تېرکال پاچا سلمان ويلي ول چې کم سنو کسانو ته د مرګ سزا پر ځای باید هغوی د لسو کلونو بند په سزا محکوم شي. خو د سعودي عربستان په رسنيو کې د دې پريکړې په اړه کوم ځانګړی بحث و نه شو.

د بريتانوۍ ټولنې ريپريو مشرې مایا فوا وويل: «پر مصطفی الدرويش د مرګ سزا په عملي کيدو سره دا خبره روښانه ده چې د سعودي سلطنت د کم سنو کسانو د مرګ سزا د له منځه وړلو ادعا رښتينې نه ده.»

سعودي عربستان د کم عمره مجرمانو د مرګ سزا لغوه کوي

نوموړې له اروپايي مشرانو څخه غوښتنه کړې چې په ماشومتوب کې د ترسره شويو جرمونو له کبله د مرګ سزا د له منځه وړولو په برخه کې هلې ځلې وکړي.

د يوې نړيوالې ټولنې د شمیرو پر اساس په سعودي عربستان کې دمګړۍ چې کومو ۵۳ کسانو ته د مرګ سزا اورول شوې ده، له هغوی څخه څلور يې داسې کسان دي چې د جرمونو د ترسره کولو پر وخت لا ۱۸ کلن شوي نه ول.

ب. ص/ ن. ز (Cathrin Schaer)