1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتسعودي عربستان

د فوټبال ۲۰۳۴ نړيوال جام کوربتوت ته د سعودي وړاندیز

۱۴۰۳ آذر ۱۰, شنبه

سعودی عربستان غواړي د فوټبال د ۲۰۳۴ نړېوال جام سیالیو کوربه شي. فیفا خپل د بشري حقونو د ارزونې په رپوټ کې سعودي عربستان د «متوسط خطر» لرونکي هیواد په توګه ارزولی دی. د دغه جام کوربتوب لپاره رایه اچونه د دسمبر ۱۱مه کیږي.

https://p.dw.com/p/4nbfH
آرشیف - د فیفا مشر جیاني انفانتینو (کيڼ لور) د ۲۰۲۳م کا د دسمبر په ۱۴مه د سعودي په جده ښار کې د ښځو د غوره لیګ د یوې لوبې له پېلېدو مخکې
آرشیف - سعودی عربستان غواړي د فوټبال د ۲۰۳۴ نړېوال جام سیالیو کوربه شيانځور: Jose Hernandez/Anadolu/picture alliance

فیفا دغه رپوټ نن شنبه د نومبر ۳۰ مه داسې وخت خپور کړی چې په پام کې ده د فيفا کانګریس د دسمبر په ۱۱مه د ۲۰۳۰ او ۲۰۳۴ کلونو فوټبال نړیوال جامونو له پاره د رایې اچونې له لارې کوربه هېوادنه انتخابوي. د رایې اچونې په دغه بهیر کې یوه رایه هم کولی شي یو نوماند هېواد ګټونکی کړي.

سعودي عربستان د ۲۰۳۴ له پاره یواځینی کاندید هیواد دی، په داسې حال کې چې د فوټبال د ۲۰۳۰ نړیوال جام د کوربتوب له پاره مراکش، هسپانیا او پرتګال هیوادونو په مشترک ډول د کوربتوب وړانديز کړی دی چې ځېنې لوبې به ېې په اوراګوای، ارجنټاین او پراګوای هیوادونو کې کیږي.

فيفا په خپل دغه رپوټ کې ويلي دي چې د سعودي عربستان «یو هر اړخیز او قوی وړاندیز کړی دی.» فيفا زیاتوي چې دغه موضوع د دوی تخنيکی ارزونه ښيي کوم چې د تورنمنټ له پاره د کوربه هېواد د وړاندیز شوو زېربناو او سوداګریزو وړټیاو ارزونه کوي. په دغو زيربناو کې دواړه، هم سپورټي او هم عمومي زيربناوې شاملې دي.

د فوټبال دغه نړیوال سازمان همدا راز زیاته کړې چې د بشري حقونو موضوع او همدا راز د ګڼو نورو ګامونو د عملي کولو په برخه کې د دغه هیواد اقدامات...په ځانګړې توګه په خاصو برخو کې ښايي ډیرو امکاناتو او وخت ته اړتیا ولري.

فیفا ويلي چې د سعودي عربستان له لوري دا د یو وړاندیز له پاره د لوړ ریسک یا خطر د درجه بندۍ اساس دی چې په اوسط ډول ېې له ۵ د ۴ اعشاریه ۲ امتیاز ېې ترلاسه کړی دی کوم چې د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا او مکسیکو په پرتله د ریسک یا خطر لوړه درجه ده.

فيفا یا د فوټبال نړېوال فدراسیون زیاته کړې چې «دغه ټکې ته پاملرنه اړینه ده چې په دغه ارزونه کې د بشري حقونو د مثبت اغیز له پاره د پام وړ مثبت فرصتونه شامل دي.»

د فوټبال ۲۰۳۴ نړيوال جام سیالۍ به د قطر په څېر په ژمي کې ترسره شي چې سعودي عربستان ورته تر اوسه د څو لوبغالو د جوړولو وړاندیز کړی دی.

د فوټبال ۲۰۲۲ نړېوال جام کوربه د سعودي عربستان ګاونډی، قطر وو چې پرې د بشري حقونو څخه د سرغړونې جنجالي بحثونه وشول. اټکلونه ښيي چې سعودي عربستان به هم د ۲۰۳۴ کال په درشل کې د بشری حقونو د تودو بحثونو پر اصلي موضوع واوړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل