1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

پنټاګون: په اوکراین کې تر ۸۰ زره روسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۱ مرداد ۱۸, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د اټکل له مخکې د اوکراین په جګړه کې د روسیې له اړخه له ۷۰ زرو نیولې بیا تر ۸۰ زرو پورې روسان وژل شوي یا هم ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4FISu
Ukraine | Ukrainische Armee | Befreiung Dorf Dmitrovka in der Nähe von Kiew
انځور: Maxym Marusenko/NurPhoto/Picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت (پنټاګون) یوه لوړپوړي چارواکي کولین کال، د دوشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین په جګړه کې د روسيې پوځ ته ډیر شدید زیان اوښتی دی، دا ځکه چې اوکرایني پوځ ډیر ښه قابلیت ښودلی او ډیر ملاتړ یي ترلاسه کړی دی.

نوموړي دغه جنګ «تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو شدیده جګړه» وبلله. اوس مهال د روسیې بنسټونو له خوا په دغه جګړه کې د روسي پوځ د تلفاتو په اړه هیڅ ډول رسمي ارقام نه دي خپاره شوي.

د کال د څرګندونو له مخې د اوکراین لوری په دې جګړه کې روښانه برتري لري، ځکه اوکرایني پوځیان د مورال او جګړې ته د لیوالتیا له  پلوه ډیر غښتلي دي. نوموړي زیاته کړه: «د دوی له پاره د دغه هیواد موجودیت او بقا تر ټولو ډیر لومړيتوب لري.»

د دغه لوړپوړي امریکایي چارواکي په حواله دوی د خپل هیواد د بقا او ساتلو له پاره مبارزه کوي: «د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل هیڅ کوم هدف ته نه دی رسیدلی. د هغه تر ټولو مهم هدف په بشپړ ډول د اوکراین نیول او د رژیم بدلول و، چې په وسیله یي د اوکراین ملت د یوه خپلواک، مقتدر او دیموکرات ملت په توګه په بشپړ ډول محوه او لمنځه یوسي. هیڅ یو له دغو موخو عملی شوی نه دی.»

روسیې د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین پوځي یرغل وکړ. دغه جګړه د میلیونونو انسانانو د بې ځایه کیدو او زرونو نورو د وژل کیدو سبب شوې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز