1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

روسیې د امریکا متحده ایالات «غیر دوست هیواد» درجه بندي کړ

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۶, یکشنبه

روسیې اعلان کړی، چي د امریکا متحده ایالات یې د «غیر دوست خارجي هیوادونو» په نوي لست کي شامل کړی دی. په دغه لست کي د چک جمهوریت هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/3tSFM
Russland Präsident Putin
انځور: Alexei Druzhinin/AFP

روسیې د تیري جمعې په ورځ (د می ۱۴ مه) اعلان وکړ، چي دغه اقدام د جمهوررئیس ولاد یمیر پوتین تر یوه فرمان وروسته تر سره سوی دی. 

د غیر دوست هیوادو په درجه بندي کي شاملیدل پدې معنی دي، چي د دغو درو هیوادونو تر منځ به ډیپلوماتیکي نمایندګي محدودي او راکمي سي. داسي چي د چک جمهوریت په خپلو ډیپلوماتیکو نمایندګیو کي فقط د ۱۹ روسي اتباعو د استخدام اجازه لري او امریکا یې بیا هیڅ نلري.

دغه اقدام د روسیې پرضد د امریکا او چک د جهوریت د متقابلو اقداماتو په چوکاټ کي تر سره کیږي. دغو دواړو هیوادو په دې اواخرو کي یو تعداد روسي ډیپلوماټان د خپلو هیوادونو څخه وایستل.

په تیر اپریل میاشت کي د امریکا متحده ایالاتو ۱۰ روسي ډیپلوماټان د خپلي خاوري څخه اخراج کړل. د دې اقدام دلیل د امریکا د تیر کال په انتخاباتو کي د روسیې مداخله او همدغه هیواد لخوا هکري بریدونه ذکر سوي دي.

د چک جمهوریت هم په ۲۰۱۴ م کال کي  د نظامي تجهیزاتو د یوه ډیپو په انفجارونو کي د روسیې د استخباراتي سازمانو د لاس درلودلو په دلیل دغه هیواد مقصر وباله او په همدې دلیل یې روسي ډيپلوماټان اخراج کړل. خو مسکو بیا د چک د جمهوریت دغه ټوله تورونه رد کړي دي.

د روسیې تر وروستي اقدام وروسته د چک د جمهوریت خارجه وزارت پرروسیې باندي تور لګولی دی، چي دغه اقدام یې یوازي ددغه هیواد پر ضد نه ، بلکه په مجموع کي د «ټولي اروپا» پر ضد پورته کړی دی. د همدغه وزارت په حواله، مګر دغه اقدام تر ټولو دمخه روسیې ته تاوان رسوي.

د اروپا د اتحادیې په حواله د روسیې تازه اقدام د ډیپلوماتیکو روابطو په اړه د ویانا د کنوانسیون سره په کامل تضاد کي قرار لري. دغه اقدام به د دغو درو هیوادونو پر ټوریسم، تجارت او هغوی د اتباعو پر روابطو باندي هم منفي تأثیر وکړي.

د اروپا اتحادیې د چک د جمهوریت سره کامله همبستګي اعلان کړه

د اروپا د اتحادیې رئیس، چارلز میشل د چک د جمهوریت څخه ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، چي د روسیې دغه اقدام به بین المللي روابط لا متشنج کړي. هغه د روسیې څخه وغوښتل، چي د ډیپلوماتیکو روابطو په ارتباط کاملأ د وینا کنوانسیون ته متعهد پاته سي. میشل پخپل تویت کي ولیکل، چي «د اروپا د اتحادیې د تجزیه کیدو کوښښونه بې فایدې دي. موږ د چک د جمهوریت سره کامله همبستګي اعلانوو.»

د امریکا نوي جمهوررییس، جوبایدن نسبت پخواني جمهوررییس دونالد ترمپ ته د روسیې پرضد سخته تګلاره وضع کړې ده. ددغو دواړو هیوادو ترمنځ  روابط د شرقي اوکراین د شخړي او روسي منتقد، الکسي ناوالني په مقابل کي د روسیې د چلند په دلیل ډیر متشنج سوي دي.

په همدې ارتباط بایدن د  ABC خبري چینل سره په تیر مارچ میاشت کي د دې سوال په مقابل کي، چي پوتین «قاتل»دی، مثبت جواب ورکړ. 

آ./م.ق./ا.ا.