1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوستم ستنېدل او په جوزجان کې د لسونو طالبانو د وژلو ادعا

۱۴۰۰ مرداد ۱۵, جمعه

د وسله والو طالبانو پرمختګ ته کتو سره مارشال عبدالرشید دوستم له ترکیې څخه بیرته افغانستان ته ستون سوی دی. په همدې حال کې د د دفاع وزارت په جوزجان ولايت کې د لسونو طالبان جنګيالو د وژل کيدو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3yczk
Afghanistan Kabul | Marshall  | Abdul Rashid Dostum
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د اسلامي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشيد دوستم ویاند د پنجشنبه په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې نوموړی کابل ته د حکومت سره د خبرو په موخه تللی دی. د ویاند په حواله ددغو خبرو اترو موضوع به په شمالي ولایت جوزجان کي امنیتي حالت وي.

په دې منځ کې د افغانستان د دفاع وزارت په فيسبوک پاڼه کې راغلي چې د هوايي ځواک په بمباريو کې د جوزجان ولايت مرکز شبرغان ښار اړوندو سيمو کې وسله وال طالبان په نخښه کړي دي. زياته شوې چې د دې هوايي بريدونو په پايله کې ۳۰ تنه وسله وال طالبان وژل او ۵ نور ټپيان دي. 

د دوستم د ویاند په حواله نوموړی غواړي له ولسمشر اشرف غني سره وگوري. داسي ښکاري چي افغان حکومت هم د دوستم ملیشو ته اړتیا لري ترڅو په شمال کي د طالبانو د پرمختگ مخه ونیسي. د نوموړي  په رهبرۍ د هیواد په شمال کي تر ټولو لویه ملیشه موجوده ده. دوستم په تیرو لسو کلونو خونړیو شخړو کي تل خپل موقف بدل کړی او د یو څه وخت له پاره د ولسمشر مرستیال هم وو.

د دوستم ملیشو په نوییمو کلونو کي له طالبانو سره خونړۍ جګړه پرمخ بیولې ده. د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ مو کلونو ترمنځ دوستم د ولسمشر غني مرستیال وو چي وروسته یې بیرته لیري کړ. دوستم خپل د مرستیالۍ ډیری وخت په جلاوطنۍ کی په ترکیه کي تیر کړ، دا ځکه چي نوموړی د تښتونو، شکنجو او جنسي تیریو په تور په افغانستان کي د محاکمه کولو له گواښ سره مخامخ وو. داسي گومان کیږي چي دوستم په تیرو څو میاشتو کي په ترکیه کي ترصحي درملني لاندي وو.    

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم، په دغه هیواد کي د طالبانو او حکومت ترمنځ نښتو زور اخیستی. طالبانو د هیواد ډیری سیمي ترخپل کنترول لاندي راوستي اوپه دا وروستیو کي یې د ولایتونو پر مرکزونو هم حملې ترسره کړي.

لکه څنگه چي روسي پوځ خبر ورکړی د طالبانو پرمختگ ته په کتو سره د پنجشنبه په ورځ د (اگست ۵مه) د ۲۵۰۰ روسي ، تاجکي او ازبکي سرتیرو گډ پوځي تمرینات پیل سول. دغه تمرینات د افغانستان له پولي څخه شاوخوا ۲۰ کیلومتره لیري ترسره کیږي چي د اگست تر لسمي به ادامه پیدا کړي.

له دغو تمریناتو سره سم د جولای له پای څخه له افغانستان سره په سرحد، جنوبي ازبکستان کي د ۱۵۰۰ ازبکي او روسي سرتیرو گډ مانورونه هم دوام لري.

په همدې حال کې اروپایی ټولني د طالبانو له خوا وروستي بریدونه غندلي او دیوه »اوږدمهاله« اوربند غوښتنه یې کړې.

د اروپایی ټولني  لوړپوړو استازو ټینګار کړی چي طالبان د ملکي کسانو د وحشیانه وژنو، په عام محضر کي د ښځو په دُرو وهلو او د زیربنايي تاسیساتو د ورانوولو له امله بشري حقونه او نړیوال حقونه ترپښو لاندي کوي. هغوی د ادعا سوو جنګي جرمونو په اړه د پلټني غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتو د امنیت شورا هم غواړي د جمعې په ورځ په افغانستان کي د جگړو د شدت موضوع تر بحث لاندي ونیسي. د ډیپلوماټانو په حواله ددغي ناستي د جوړولو غوښتنه د افغانستان، ایستونیا او ناروې له خوا سوې ده.

GP/BS/AG