1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: په قطر کې د آسيايي هيوادونو په زرونو کارگر مړه شوي

۱۳۹۹ اسفند ۶, چهارشنبه

د «ګاردين» ورځپاڼې په حواله په قطر کې په تیرو لسو کلونو کې د پنځوو آسيايي هيوادونو تر ۶۵۰۰ زيات کارکوونکي مړه شوي دي. آیا په دوی کې افغانان هم شته؟

https://p.dw.com/p/3pmhY
Saudi Arabien ausländische Arbeiter im Baugewerbe
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine

د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړيوال جام په کوربه هيواد قطر کې د آسيايي هيوادونو په سونو زره کارکوونکي په کارونو بوخت دي. بريتانوۍ ورځپاڼې «ګاردين» د سه شنبې په ورځ ليکلي دي چې دغه کارکوونکي د هند، پاکستان، نيپال، بنګله ديش او سريلنکا اصلي وګړي ول. ورځپاڼې زیاته کړې چې دا شمېرې حکومتي سرچينو وړاندې کړي دي او ښايي په دې موده کې د مړو شويو مېلمه کارکوونکو شمیر تر دې هم لوړ وي.

په قطر کې که څه هم چې يو شمير افغانان هم په کارونو بوخت دي خو د ګاردین په دې رپوټ کې د هغوی يادونه نه ده شوې.

د قطر حکومتي چارواکو ورځپاڼې ته ويلي دي چې په دغه امارت کې د پاکستان، هند، نيپال، بنګله ديش او سریلنکا تر ۱،۴ ميلیونه زيات وګړي ژوند کوي. زیاته شوې ده چې په هغه کې محصلين، د ډېر عمر کسان او په بېلا بېلو صنعتي برخو کې کارکوونکي شامل دي.

حکومتي چارواکو همدا زار زياته کړې ده چې په تیرو لسو کلونو کې په میليونو نورو کسانو هم په قطر کې ژوند کړی او بيا بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي.

ورځپاڼې ته ويل شوي دي چې د په میلیونو کسانو څخه «يوازې يوه کوچنۍ برخه» يې دلته مړه شوي دي او د نفوسو دې شمیر ته په کتو سره د مړينې دغه کچه نورمال ده.

اړونده موضوع: پر قطر باندي د بشري حقونو په اړه نيوکي

د ۲۰۲۲م کال فوټبال د نړيوال جام سيالیو کوربتوب قطر ته چې يو شتمن هيواد دی، وسپارل شو. خو د دې سياليو د چمتووالي د نيولو او د لوبغالو جوړولو پر وخت د بهرنيو کارګرانو سره ناوړه چلن په دې تیرو کلونو کې تل د خبرونو سرټکي ول.

له مېلمه کارګرانو سره د غير مناسب چلن له وجې پر قطر باندي سختي نيوکي شوي. خو د قطر حکومت بيا ويلي چې په تیرو کلونو کې د اصلاحاتو له پلي کيدو سره د کارکوونکو وضعيت ډېر ښه شوی دی.

د بشري حقونو فعالانو هم په دې برخه کې پرمختګ منلی خو د اصلاحاتو په سمه توګه نه عملي کيدو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

د ګاردين ورځپاڼې په حواله دوی ته ویل شوي چې د هند، نيپال او بنګله ديش ۶۹ سلنه مړه شوي کارکوونکي په خپل مړګ مړه شوي. د ۸۰ سلنه هندي کارکوونکو په اړه هم بيا همدا ويل شوي. د ګاردين د اټکلونو پر اساس زياتره کارکوونکي د زړه دريدو او يا سږو د کار پريښودو له کبله مړه شوي دي.

ورځپاڼې په دې ترڅ کې په دوبي کې ډېري گرمۍ ته اشاره کړې ده. خو د قطر حکومت بيا وايي چې په دوبي کې کارکوونکي ماسپيښين موده چې لمر ډېر تېز وي، دباندې له کاره منع کیږي.

د فوټبال نړيوال جام د همغږۍ کميټې هم په منظم ډول په خپلو رپوټونو کې له ۲۰۱۵م کال راهيسې تر۳۰ زياتو کارکوونکو د مړينې خبر ورکړی چې د لوبغالو د جوړولو پر وخت مړه شوي دي.

ب. ص/ ن. ز (dpa)

زموږ له آرښف څخه: