1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا راتلونکې اونۍ یو وار بیا له طالبانو سره مذاکرات پيلوي

۱۴۰۰ آذر ۳, چهارشنبه

امریکا متحده ایالات په راتلونکي اونۍ کې له طالبانو سره خبرې اترې له سره پيلوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې د دواړو خواو مذاکراتي پلاوي به په قطر کې سره وويني.

https://p.dw.com/p/43Oj2
Afghanistan Taliban-Vertreter führen in Doha Gespräche mit US-amerikanischen und europäischen Delegierten
ارشیف انځورانځور: Stringer/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات په حواله دغه هیواد راتلونکي اونۍ په قطر کې یو وار بیا له طالبانو سره مذاکرات پيلوي. د دغه وزارت ویاند د سه شنبې (د نومبر میاشتې ۲۳ نیټه) په ورځ ویلی دي چې په افغانستان کې له ترهګرۍ او بشري کړکیچ سره مبارزه د دغو مذاکراتو چې د دوو اونیو له پاره پلان شوي دي، د اجنډا په سر کې ځای لري.

همدارنګه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د پاتې پخوانیو سیمه ایزو همکارانو ایستلو ته د زمينې مساعدولو پر موضوع به هم بحث وشي.

د افغانستان له پاره د امریکا ځانکړی استازی توم ویست، به د امریکایي پلاوي مشري کوي. نوموړي دوه اونۍ مخکې په پاکستان کې د طالبانو له استازي سره لیدلي وو.

طالبان پر افغانستان د امریکا او د دغه هیواد متحدینو له خوا تر برید شاوخوا ۲۰ کاله وروسته یو وار بیا د اګست په میاشت کې په دغه هیواد کې واک ته ورسیدل.

له هغه وخت راهیسې دغه اسلامپاله ډله هڅه کوي چې حکومت یي په نړیواله کچه په رسمیت وپیژندل شي او په دغه هیواد کې چې د طالبانو واک ته تر رسیدو لا دمخه د بهرنیو هیوادونو د پرمختیایي مرستو پورې وابسته وو د بشري ناورین مخه ونیسي.

نړیواله ټولنه په اوس وخت کې له یوه ستونزمن ماموریت سره مخامخ ده څو بې له دې  چې ړ طالبانو د حکومت څخه ملاتړ وکړي، افغانانو ته اړينې بشري مرستې ورسول شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز