1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین: غربیانو د اوکراین جنګ پیل کړ

۱۴۰۱ اسفند ۲, سه‌شنبه

د روسیې جمهوررییس، ولادیمیر پوتین غربیان د اوکراین د جنګ مسؤل وبلل. په همدې حال کي بیا د امریکا متحده ایالاتو جمهورریس، جوبایدن له کیف څخه تر لیدو وروسته وارسا ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/4NnaN
Putins jährliche Ansprache vor der Bundesversammlung in Moskau
پوتین د روسیې د پارلمان په مخکي د وینا په حال کيانځور: Sergei Karpukhin/TASS/IMAGO

د روسیې جمهوررییس، ولاد یمیر پوتین چي د پارلمان د دواړو مجلسونو په مخکي یې د ملت د وضعیت په باب وینا کوله، وویل، چي غریبانو د اوکراین جنګ شروع کړ. هغه همدارنګه وویل، چي د امریکا متحده ایالات په یو طرفه ډول د روسیې سره د قراردادونو څخه ووتله. هغه همدا شان وويل چې روسیې کوښښ وکړ، چي د دونباس مشکل په سوله اییز ډول سره حل کړي خوغریبانو یوه بله سناریو اماده کړې وه. په خبره یې «هغوی جنګ شروع کړ. موږ ټوله امکانات په کار واچول، چي جنګ بند کړو».

پوتين همدا  راز زياته کړه چې حتی په اوکراین کي تر نظامي خاصو عملیاتو دمخه لا په کیف کي د اوکراین حکومت د غریبانو سره د وسلو د لیږلو په باب خبري کړي وې. هغه وويل غربیانو په ډیر ظالمانه ډول سره خپل ولسونه خطأ ایستل: «موږ ډیر کوښښ وکړ، چي مشکل د سولي له لاري حل کړو او ددغه سخت حالت څخه راووځو. خو زموږ تر شا کاملأ یوې بلي سناریو ته تیاری نیول کیدی».

پدې ارتباط یو بل مطلب: چین د اوکراین په جنگ کي د سوله ایزو نوښتونو اعلان کړی

پوتین همدارنګه وویل: «غربيان خپل هدف نه پټوي، کوم چي غواړي  روسیې ته یوه ستراتیژیکي ماته ورکړي او موږ د ابد لپاره نابود کړي. خو روسیه به په اوکراین کي خپلوعملیاتو ته په محتاطانه او سیستماتیک ډول سره ادامه ورکړي او خپل نظامي اهداف به قدم په قدم سره تر لاسه کړي». 

پوتين په خپله دې دوه ساعته وينا کې وويل چې مسکو د »ستارت نو« په نوم د اتومي وسلو د کمولو په تړون کې خپل غړيتوب ځنډوي. هغه وويل چې مسکو باید چمتو اوسي چې واشنګټن له خوا د دې ډول وسلو د آزمولو په صورت کې په دې ډول آزمايښتونو لاس پورې کړي.

پدې اړوند یو بل مطلب:  آيا د اوکراين مرمۍ مخ پر خلاصيدو دي؟

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ د پوتين د دې څرګندونو په اړه وويل:»زه په ستارت نو تړون کې د روسیې د غړيتوب ځنډيدو د اعلان په اړه خپله خواشيني څرګندوم.«

جوبایدن اوس په پولینډ کي دی

د اوکراین ترجنګ تقریبأ یو کال وروسته د امریکا متحده ایالاتو جمهورریس، جوبایدن پرون دوشنبه کیف ته تللی ؤ. خو د امنیتي دلایلو پراساس اوکراین ته د هغه سفر پټ ساتل سوی ؤ. په همهغه ماښام بیا هغه پولینډ ته ولاړی.

د پولینډي چارواکو په حواله بایدن، چي د کیف څخه یې په ریل کي حرکت کړی ؤ، تر لسو ساعتونو وروسته د ماښام پر اته نیمي بجو د پولینډ یوه ریل سټیشن ته ورسید او د هغه ځایه یې بیا د طیارې پواسطه وارسا ته پرواز وکړ. هلته به دی د پولیند د جمهوررییس او د ناټو نورو اروپايي متحدینو سره وګوري.

Biden Besuch Ukraine Sullivan Zug
جوبایدن د کیف ځخه پولینډ ته په رییل کيانځور: Evan Vucci/REUTERS

د پولینډ د صدراعظم، ماتوش موراویتڅکي په خبره به په دغه لیدنه کتنه کي په پولینډ کي د امریکايي مستقرو قواوو د نوري تقویې په باب هم خبری وسی. د سپیني ماڼۍ په حواله بایدن به پخپل دغه دوه ورځني اقامت کي « د همدردۍ یو قوي پیغام» واستوي او دا به واضح کړي، چي د اوکراین سره به نور کومکونه هم وسي.

زیلنسکي بیا هم پرکامیابۍ باندي ډاډمن دی

د اوکراین جممهوررییس، ولود یمیر زیلنسکي پر هیواد یې د روسیې د حملې تر یوه کال پوره کیدو لږ دمخه یووار بیا د کامیابه کیدو اطمینان ورکړ. هغه پخپله ورځني ویدیويي پیغام کي وویل، چي اوکراین به دغه «تاریخي کشمکش» وګټي. او « متعرضه دولت، چي په مخ پرډیریدونکي ډول سره په یوه تروریسټي دولت باندی تبدیلیږي، د خپلو جنایتونو پخاطر محاکمه سي». په خبره یې ټوله ازاده نړۍ د کیف سره پدې لار کي کومک کوي، چي د ازادۍ، استقلالیت او بین المللي نظم څخه دفاع وکړي. او اوکراین به هر هغه اقدام تر سره کړي، چي سږکال د روسیې تجاوز ته د پای ټکی کښیږدي. خو «هر هغه څه ته چي ضرورت دی، هغه قاطعیت دی». او نن ما دغه «قاطعیت د جمهوررییس، بایدن او امریکا متحده ایالاتو څخه ولیده» .

په دې هکله یو بل مطلب:  جنوبي افريقا: له روسيې او چين سره پوځي تمرينات به له غرب سره اړيکي ترينگلي کړي

د واګنر خصوصي ملیشه پرکریملین باندي د «خیانت» تور لګوي

د روسي خصوصي ملیشې رییس،  واګنر یفګیني پریګوشین د دفاع پر وزیر، سرګی شیګو باندي تور لګوي، چي غواړي قطعات یې نابود کړي. هغه په د تلګرام له لارې په يوه پېغام کي کریملین ته لیکلي دي، چي شیګو او لوی درستیز یې د هغوی پر جنګیالیو باندي مرمۍ بندي کړي دي، چي دا د «خیانت» سره مشابه یوعمل دی.

پریګوشین په تکرار سره د روسیې ددفاع پر وزارت باندي د روسي پوځ د عقب نشینۍ په دلیل انتقادونه کړي دي. هغه پدې خاطر هم شکایت کړی دی، چي د ملیشې څخه یې پوره  قدرداني نه ده سوې.

زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم: