1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هرات د امر بالمعروف ونهي عن المنکر ادارې فعالیت پیل کړ

۱۳۹۹ مهر ۸, سه‌شنبه

د هرات د حج او اوقافو ریاست د امر بالمعروف ونهي عن المنکر ادارې د فعالیت څخه خبر ورکړ. ریاست وايي، چي ددغي ادارې کسان په هرات کي د خلګو د لارښوني مسؤلیت پرغاړه لري او که د هغوی توصیې ونه مني، د پولیسو څخه به کومک وغواړي.

https://p.dw.com/p/3j99s
Aghanistan Herat Stadt
انځور: picture alliance/Robert Harding World Imagery

د هرات د حج او اوقافو ریاست خبر ورکړی دی، چي د امر بالمعروف ونهي عن المنکر ادارې د څو ورځو راهیسي په دغه ولایت کي په فعالیت باندي شروع کړې ده. د ریاست مسؤلین وايي، چي د امر بالمعروف ونهي عن المنکر اداره د پخوا څخه د حج او اوقافو د ریاست په چوکاټ کي موجوده وه، خو په ښار کي یې فعالیت نه کاوه.

د هرات د حج او اوقافو رییس، عبدالخالق حقاني دویچه ویله ته وویل، چي د خلګو د شکایتونو په سبب د امر بالمعروف ونهي عن المنکر ادارې په فعالیت باندي شروع کړې ده.

حقاني وايي، چي د خلګو له خوا د الکهولي مشروباتو د خرڅلاو، قمار او په ځینو رستورانو کي د قیلون څکولو شکایتونه ددې سبب سول، چي د امر بالمعروف ونهي عن المنکر اداره په هرات کي په فعالیت باندي شروع وکړي. هغه زياته کړه: «موږ کوښښ کړی دی، چي د دیني علماوو په همکارۍ د درو څخه تر پنځو تنو پوري روشنفکران او تحصیل یافته کسان وګومارو. د امر بالمعروف ونهي عن المنکر اداره توصیه وي او کلتوري جنبه لري.»

خو د هغه ځایه څخه چي اکثره خلګ د طالبانو د حاکمیت پر مهال د امر بالمعروف ونهي عن المنکر څخه ترخې تجربې لري، ددغي ادارې له خوا د تشدد له احتمال څخه په بیره کي دي.

خو د هرات د حج او اوقافو رییس ټینګار کوي، چي د امر بالمعروف ونهي عن المنکر ادارې کسان به هیڅ وخت د خلګو په مقابل کي د زور او تشدد څخه کار وانخلي.

د هرات د حج او اوقافو د رییس په قول، د سنوګرافۍ د معایناتو له پاره نارینه ډاکترانو ته د ښځو مراجعه بل هغه مورد دی، چي د امر بالمعروف ونهي عن المنکر اداره به هغه ته رسیدګي وکړي.

حقاني په دې هکله اضافه کوي: «د ځینو روغتونو څخه شکایتونه سوي دي، چي نارینه د ښځو سنوګرافي کوي، چي دا نه د اسلامي او نه هم افغاني عنعنې سره مطابقت لري. په داسي حال کي چي په دغه رشته کي ښځینه ډاکټراني هم موجودي دي.»

د حج او اوقافو د ریاست په حواله د امر بالمعروف ونهي عن المنکر اداره همدارنګه وظیفه لري، چي د ځینو چینلو لخوا ځینو هغو سریالو ته هم رسیدګي وکړي، چي د دغه هیواد د کلتور او عنعاتو خلاف خشونت او په خاص ډول قتلونه، اختطاف او غلاوي تبلیغوي. د امر بالمعروف ونهي عن المنکر اداره به هغوی ته توصیه وکړي چي ددغه ډول پروګرامو څخه لاس واخلي.

په هغه صورت کي چي خلګ د امر بالمعروف ونهي عن المنکر ادارې توصیو ته غوږ ونه نیسي، نو بیا به څه کیږي؟ د هرات د حج او اوقافو رییس وايي چي په دې صورت کي به د امر بالمعروف ونهي عن المنکر اداره د منکرانو سره د چلند په وخت کي د امنیتي قواوو څخه کومک وغواړي.

حقاني اضافه کړه: «په هغه صورت کي چي خلګ د علماوو په توصیو باندي عمل ونه کړي، امنیتي قواوو ته مراجعه کوو، ترڅو هغوی عدلي او قضايي ارګانو ته معرفي کړي.»

په دوحه کي د طالبانو سره د سولي د خبرو د شروع کیدو سره پر یوه وخت د امر بالمعروف ونهي عن المنکر ادارې د فعالیت شروع کیدل د ډیرو خلګو په نظر د سوال وړ یوه خبره ده.

دا اول وار دی، چي د امر بالمعروف ونهي عن المنکر ادارې فعالیت د یوه حکومتي ارګان لخوا په رسمي ډول سره اعلانیږي. یو تعداد کسان معتقده دي، چي د حج او اوقافو د ریاست دغه اقدام به افراطیت ته لا ډیره لمن ووهي، او دخلګو د مدني ازادیو د سلبیدو سبب به وګرزي.

زموږ له آرشيف څخه: