1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوهنې وزارت: تر دریم ټولګي زده کړې به په جوماتونو کې کیږي

۱۳۹۹ آذر ۱۶, یکشنبه

د افغانستان د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د ښوونځیو له لومړي تر دریم ټولګي جوماتونو ته لېږدوي. جوماتونو ته د دغو ټولګیو لېږدولو اغیز به څه وي ‌او ولې حکومت په دغه اقدام لاس پورې کړی؟

https://p.dw.com/p/3mHuZ
Afghanistan Jalalabad Kinder gehen zur Schule
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، تازه بدلونونه یې په پوهنیز نظام کې د اسلام رول بنسټیز کولو په موخه دي. د چارواکو پروینا په تازه اقدام کې جوماتونه د پوهنې وزارت په تعلیمي ایکو سیستم کې شامل شوي.

د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې په دې اړه راغلي: «د دغه سیستم پر بنسټ د ۱- ۳ ټولګیو ټول زده کوونکي به خپل تعلیمات په خپلو محلي جوماتونو کې ترسره کوي، چې د زده کړې په دریو لومړنیو کلنو کې، جومات ته تګ به یو پیاوړی اسلامي هویت روښانه او څرګند شي.»

پوهنې وزارت وايي دغه مهم او لوی بدلون یو عاقلانه پروګرام ته اړتیا لري، چې پر بنسټ یې په تدریجي ډول ګام په ګام پلی شي. د پوهنې وزارت دغه اعلان یو لړ مثبت او منفي غبرګونونه هم له ځان سره لري.

د دغه وزارت پخواني تدریسي مرستیال صدیق پتمن دویچه ویله ته وویل، دغسې نوې طرحې باید یوازې شعاري بڼه ونه لري، بلکې اړتیا داده چې دغه نوی بدلون خلکو ته تشریح شي. پتمن وویل: «باید روښانه شي چې په جوماتونو کې له لومړي تر دریم ټولګي د زده کړو سیستم به څه وي؟ کوم نصاب به هلته تدریسیږي؟ ښوونکي به یې یواځې د جومات ملایان وي او که له ښوونځیو به ورځي، کومو جوماتونو کې دغه پروګرام تطبیقیږي، لوی د جامع جوماتونه او که کوچني کلیوالي مساجد.»

مخالفتونه او ملاتړ

د پوهنې وزارت دغه پخوانی چارواکی وايي، پوهنیز نظام کې د اسلام رول پیاوړتیا لپاره دغسې اقدام ته اړتیا نشته، ځکه د افغانستان ټول نصاب اسلامي دی.

Afghanistan Wakhan Distrikt Provinz Badakhshan
انځور: Getty Images

د قلم لار په نوم د یوې ښوونیزې موسسې مشر عطاالله ویسا بیا دویچه ویله سره په خبرو کې د پوهنې وزارت دغه اقدام ته په خپل غبرګون کې وویل چې دا ګام به ښوونیز نظام له رسمي چوکاټه وباسي. هغه وویل: «پوهنې وزارت ته به سخته وي چې په جوماتونو کې د زده کړو بهیر کنترول او وڅاري.»

د ښاغلي ویسا پروینا د دې پرځای به غوره دا وي چې د جوماتونو ملا امامانو ته د ښوونځیو په رسمي چوکاټ کې د دندو زمینه برابره شي، ترڅو هغوی ښوونځیو ته لاړ شي او زده کونکو ته اسلامي تعلیمات ورکړي.

خو هاخوا ځیني کتونکي بیا د پوهنې وزارت له دغه بدلون څخه هرکلی هم کوي. د چارو کتونکي ولی الله شاهین په دې اړه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «شخصا د دغه اقدام کلک پلوی يم، کوم ماشوم چي ابتدا يي له مسجده وي انتها يي د دنيا او آخرت کاميابي ده.»

تردې وړاندې پوهنې وزارت له دې امله تر سختو نېوکو لاندې راغلی ؤ چې ګواکې د اسلامي زده کړو معینیت یې لغوه کړی، خو دغه وزارت اوس د ښوونې او روزنې معینیت په اډانه کې ټول ښوونیزخدمتونه یو ځای کړي.

Flash-Galerie Afghanistan Land und Leute Koranschule für Mädchen
انځور: AP

د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې په دې اړه راغلي: «مخکې عمومي تعلیمات، اسلامي تعلیمات، د لیک لوست زده کړې، د نصاب پراختیا ټول جلا جلا معینیتونه وو، دغه جلا والی هم د فلسفي پلوه او هم د عملي پلوه یو شمیر ستونزې یې رامنځته کړی وې.»

پوهنې وزارت وايي د اسلامي تعلیماتو نوی عمومي ریاست د صلاحیتونو او مسئولیتونو له پلوه لانور هم بډایه شوی او د عمومي تعلیماتو او دارلحفاظونو او مدرسو ریاستونه یې تر واک لاندې راغلي. دغه راز، د ۱- ۱۲ ټولګیو د تعلیمي خدمتونو د ټول سیسټم پر وړاندې به هم مسئولیت او صلاحيت ولري.

اسماعیل شاکر – کابل