1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني تمه نه لري چې طالبان دې قدرت ته ورسیږي

۱۴۰۰ فروردین ۳۰, دوشنبه

ولسمشر محمد اشرف غني په نږدې راتلونکي کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو قدرت ته پر رسیدو حساب نه کوي.

https://p.dw.com/p/3sCwH
Großbritannien Aschraf Ghani trifft Theresa May
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Dunham

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له سي ان ان امریکایي تلویزونې شبکې سره په یوه مرکه کې دا پوښتنه په نه سره ځواب کړه چې آیا ګومان نه کوي چې حکومت به یې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو سمدستي وروسته د افراطیانو د بریدونو په پایله کې ړنگ شي.

ولسمشر دې ته اشاره وکړله چې افغان امنیتي ځواکونه له تیرو دوو کلونو راهیسي تر ۹۰ سلنه ډیر عملیات يوازي کړي دي. هغه وویل چې لویدیځ ورسره د غیر نظامي ملاتړ د دوام ژمنه کړې ده: «زموږ متحدین موږ یوازې نه پریږدي.»

غني وویل چې طالبان او په پاکستان کې یې ملاتړ کوونکي باید اوس پریکړه وکړي آیا غواړي د باور وړ نړیوال لوبغاړي شي او یا ګډوډي غواړي: «اصلي بهانه چې دا جګړه له افغانستان څخه د بهرنیو وسله والو ځواکونو د ایستلو له پاره ده اوس ختمه شوې ده. د دوی جګړه اوس هیڅ ډول مذهبي توجیه نه لري. یوه سیاسي حل لاره یوه اړتیا ده.»

غني د طالبانو په ښکیلتیا کې د «سولې حکومت» خبره وکړه چې د یوه موقت وخت له پاره وي، تر څو د نړیوالو څارونکو تر نظر لاندې انتخابات ترسره شي او بیا هر څوک چې ټاکنې وګټي هغه به قدرت ته ورسیږي. نوموړي ټینګار وکړ چې هغه اماده دی چې خپل کاري دوره را لنډه کړي.

غني وویل چې طالبان باید د ښځو حقونه ومني. په بل صورت کې به دا «د بشري حقونو له نظره د تاریخ یوه لویه بې عدالتي وي.»

ولسمشر غني وویل په دې نظر دی چې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته باید افغانستان په دوامداره توګه بې طرفه پاتې شي، څو د دې مخه ونیول شي چې دغه هیواد یو وار بیا «په سیمه کې د نیابتي جګړې په ډګر» بدل شي.

ناټو د چهارشنبې په ورځ پریکړه وکړه چې د می میاشتې تر لومړۍ نېټې به له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستل پيلوي. مخکې تر دې امریکا چې په افغانستان کې تر ټولو ډیر ځواکونه لري اعلان کړی وو چې د سپټمبر تر ۱۱ نېټې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. دغه نېټه په امریکا کې د القاعده شبکې د ترهګریزو بریدونو له شلمې کلیزې سره سمون خوري.

ټاکل شوې ده چې آلماني سرتیرې به د اګست میاشتې تر نیمایي پورې له افغانستان څخه ووځي. آلمان په افغانستان کې له ۱۱۰۰ سرتیرو سره تر امریکا وروسته دویم هیواد دی چې په افغانستان کې ډير سرتیري لري.

آژانسونه: ش.ن/ ن. ز