يونان: یوې افغاني مېندواري مهاجري ځان ته اور اچولی
۱۳۹۹ اسفند ۷, پنجشنبهد يونان د مهاجرو وزارت د خبر له مخي نوموړې ۲۶ کلنه د سې شنبې (۲۰۲۱م کال د فيبروري ۲۳مه) بیرته له روغتون څخه رخصت سوې وه.
د فرانسې خبري آژانس د ډاکټرانو په حواله ليکلي دي چې دغه مېرمن چي د اتو میاشتو حامله هم وه، پس له هغه له رواني مشکلاتو سره مخامخ سوه چي په دې خبره سوه چي آلمان ته یې د تګ عریضه رد سوې ده.
ددغه وزارت په حواله دا کار یوه غلط فهمي وه، ځکه چي د یونان چارواکو ورته ویلي ول چي هغه دي د خپل ماشوم تر زیږیدو پوري انتظار وباسه. خو هغه په دې خبره نه وه پوه سوې.
د پولیسو د معلوماتو له مخي، وروسته بیا هغې د یکشنبې په ورځ خپل دواړه کوچنیان دباندي وایستل او خپلي خیمې او ځان ته یې اور واچاوه. دغه اور بيا د کمپ د نورو اوسیدونکو، پولیسو او اطفايي له خوا مړ سو.
دا چي دغي ښځي په خپله خیمې ته اور اچولی، نو د پولیسو په حواله باید نوموړې ۲۶ کلنه اوس لویي څارنوالي ته حاضره سي.
په لیسبوس ټاپو کي دغه مؤقتي کمپ چي شاوخوا ۶۰۰۰ پناه غوښتونکي پکښي سته، هغه وخت جوړ سو چي د موریا ډک کمپ د اورلګیدني له امله په بشپړ توګه ویجاړ سو.
د کمپ اوسیدونکي او مدني فعالان په دغه کمپ کي د خرابو شرایطو او په خاص ډول د ژمي د یخني له امله سخت انتقادونه کوي.