1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاريس د بريد گر پلار:«زوی مې ښه کار کړی دی»

۱۳۹۹ مهر ۱۰, پنجشنبه

په پاريس کې تیره اوونۍ د شارلي ايبدو طنزي مجلې دفتر ته نزدې يوه ۱۸ کلن پاکستاني دوه کسان په چاقو وهلي ول او سخت یې ټپیان کړي ول. په پاکستان کې د دغه ځوان کورنۍ د هغه دغه کار ستايلی دی.

https://p.dw.com/p/3jHsw
Frankreich I Messerattacke in Paris
انځور: Alain Jocard/AFP/Getty Images

په پاکستان کې زيږيدلي ظهير حسن محمود د دې برید پړه منلې وه او ويلي یې وو چې دغه بريد یې د اسلام د پيغمبر د کاريکاتورونو په دويم وارې د خپريدو په غبرگون کې د غچ اخيستنې په موخه کړی دی.

د پاکستان د پنجاب ايالت په منډي بهاوالدين سيمه کې ميشت د دغه ځوان پلار ارشد محمود چې بزگر دی، وايي چې د زوی دې عمل یې سر له وياړه جگ کړی دی. هغه د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې وويل: «زما په نظر هغه چې څه کړي، ښه یې کړي.»

د کاريکاتورونو بيا ځلي خپرولو د پاکستان په گډون په ټوله اسلامي نړۍ کې غوسه پارولې وه او مظاهرې هم ترسره شوې وې. دا کاريکاتورونه په دويم ځل په ۲۰۱۵م کال کې د شارلي ايبدو پر طنزيي مجلې د خونړيو بريدونو په اړه د محاکمې له پېل سره سم خپاره شوي ول.

د پاريس تر بريد وروسته ظهیر محمود د ترهگریز بريد په ترڅ کې د قتل په هڅه تورن دی. خو د پنجاب د کوټلي قاضي په دې کوچني کلي کې د هغه کورنۍ او گاونډيان ده ته د اسلامي عقيدې د ساتونکي په سترگه گوري.

د نوموړي پلار ارشد محمود وايي: «څوک چې هغه کسان چې د اسلام پيغمبر ته یې سپکاوی کړی وي، ووژني، هغه جنت ته ځي او د هغه کورنۍ به هم جنت ته ځي. له همدې کبله زه وياړم چې زوی مې داسې کار کړی دی.»

اړونده موضوع:په پاریس کي دوه تنه د چړې په برید کې ټپیان سوي

د بريد کوونکي مور رخسانه بيگم هم وايي چې زوی یې لا د مخه کورنۍ ته د بريد په اړه ويلي ول او د دوعا غوښتنه یې کړې وه. نوموړې زياته کړه: «هغه موږ ته د جمعې په ورځ ويلي ول چې تر لمانځه وروسته به دا کار وکړي. هغه خپل يوه ملگري ته هم د تليفون له لارې ويلي ول چې د اسلام پيغمبر یې په خوب کې ليدلی او هغه به بريد ترسره کړي.»

په پاکستان کې مقدساتو ته سپکاوی يوه ډېره حساسه موضوع ده. په دغه هيواد کې د اسلام مقدساتو ته سپکاوی کوونکی د مرگ د سزا سره هم مخامخیدای شي.

په ټول هيواد کې مذهبي مشران او سياسي گوندونه په وار وار سره مقدساتو ته د سپکاوي د موضوع په اړه غونډې او مظاهرې جوړوي. د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم وار په وار مقدساتو ته د سپکاوي په اړه په نړيواله کچه غږ پورته کړی دی.

په پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي په تور سياستوال او محصلين وژل شوي دي. اروپايي هيوادونه تل په پاکستان کې پر موجود دې قانون نیوکې کوي او په څو ځلي یې دغه هيواد ته گواښونه هم کړي دي.

د کوټلي قاضي د کلي اوسيدونکی ارشد محمود وايي چې په پاریس کې یې د زوي د بريد له کبله گاونډيان او خپلوان د مبارکۍ له پاره د هغه کور ته ور روان دي.

د نوموړي يوه گاونډي حاجي قيصر د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «په دې کار ټول کلی وياړي. سړی چې هر چیرته ولاړ، ټول په همدې اړه خبرې کوي.»

زموږ له آرشيف څخه: