1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبانو په لکي مروت کې د دوو پوليسو وژل تائيد کړي

۱۴۰۱ دی ۱۷, شنبه

په موټرسايکل سپرو بريدکوونکو د جمعې په ورځ پر دوو پوليسو ډزې وکړې او هغه يې ووژل. پېښه د پاکستان په شمال لويدیځ کې رامنځ ته شوې چې مسئوليت يې پاکستاني طالبانو منلی دی.

https://p.dw.com/p/4Lqbn
انځور له آرشيف څخه
انځور له آرشيف څخهانځور: Str./AFP/Getty Images

د افغانستان پولې سره نژدې پر دوو پاکستاني پوليسو ډزې شوي او دواړه مامورين په دغه پېښه کې وژل شوي دي. د دغه بريد مسئوليت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخيستی دی. د پوليسو يوه بيان کې راغلي چې په دغو دوو بريد کوونکو پسې د خيبر پښتونخوا په لکي مروت کې اوس لټون جاري دی. پاکستاني طالبان چې په ټي ټي پي  يا تحريک طالبان پاکستان هم مشهور دي، يوه جلا ډله ده، خو د افغان طالبانو نژدې متحد هم بلل کيږي. داسې ويل کيږي چې د پاکستاني طالبانو ډېر مشران او جنګيالي په افغانستان کې پټنځايونه لري يا هلته ښکاره ګرځي او ژوند کوي.بلاول بوټو: افغان طالبان یوحقیقت او پاکستاني طالبان فتنه ده

په پاکستان کې د دوو لسيزو راهيسې ډېر بريدونه شوي دي، خو خونړۍ پېښې د نومبر مياشتې راهيسې ډېرې شوې دي. په دغه مياشت کې پاکستاني طالبانو له حکومت سره د مياشتو اوږدو يو اوربند لغو اعلان کړی دی. پاکستاني طالبان په وار وار ډزې يا بمي بريدونه کوي، په تېره د پاکستان په شمال لويديځ کې په پرتو قبايلي سيمو کې. وروستيو تاوتريخوالو په ځايي اوسېدونکو کې د دې اندېښنه زياته کړې ده چې د شمالي او جنوبي وزيرستان په قبايلي سيمو کې ښايي نوي پوځي عمليات تر سره شي. دغه قبايلي سيمې اوس پر خيبر پښتونخوا آيالت يا صوبې پورې اړه لري.امريکا د پاکستاني طالبانو او القاعدې څلور مشران د نړيوالو ترهګرو په توګه نومولي

د ټي ټي پي وياند، محمد خراساني، ادعا وکړه چې جنګياليو يې د جمعې په ورځ د شمالي او جنوبي وزيرستان په دوو بېلو بريدونو کې حکومتي ځواکونه په نښه کړل. د پاکستان پوځ په دې اړه سمدلاسه څه نه دي ويلي. خو د جمعې په ورځ په زرګونو کسانو په جنوبي وزيرستان کې د يوه لاريون پرمهال سوله وغوښتله او له پوځ يې هيله وکړه چې له داسې پوځي عملياتو ډډه وکړي چې ښايي دوی له خپلو کورونو څخه کډه کولو ته مجبوره کړي. د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ کله چې د پاکستان پوځ پراخ عمليات وکړل څو اورپکي له منځه يوسي، دغسې جګړو په ميليونو ځايي اوسېدونکي بې کوره او بې ځايه کړل. پوځ بيا په ۲۰۱۷ کال کې د بريا اعلان وکړ او خلکو ته يې اجازه ورکړه چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

اې پي/ن.ص./ا.ا.