1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کانګو کې يو پاکستانی عسکر ووژل شو

۱۴۰۱ مهر ۱۰, یکشنبه

د پاکستان پوځ په حواله د دوی يو سرتېری چې د کانګو په دموراتيک جمهوريت کې يې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک په چوکاټ کې دنده لرله، د ياد هېواد ختيځ کې د اورپکو په يوه بريد کې وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4HeYJ
په کانګو کې د ملګرو ملتونو د ماموريت ضد تاوتريخجن لاريون
په کانګو کې د ملګرو ملتونو د ماموريت ضد تاوتريخجن لاريونانځور: Moses Sawasawa/AP/picture alliance

د شپږو وسله والو يوه ډله د ملګرو ملتونو دايمي عملياتي اډې ته د کانګو په مينمبوې ولسوالۍ کې ورغله څو خپلې وسلې د ملګرو ملتونو د يوه کمپاين په چوکاټ کې ورته تسليم کړي. خو د ډلې مشر د پاکستاني پوځ د يوه بيان له مخې ناڅاپه ډزې پيل کړې. يو پاکستانی عسکر چې د وسلو د تسيلمۍ په نقطه کې د ساتونکي په صفت دنده لرله، د شنبې يا خالي ورځې ماښام د بيان له مخې په سر کې ويشتل شوی دی.په لوېديځه افریقا کي بيا د ایبولا ویروس بیره

پاکستاني سوله ساتو دغو ډزو ته سملاسي غبرګون وښود، خو له نورو جزئياتو څخه په بيان کې ډډه شوې ده. سخت ټپي شوی عسکر چې ۳۵ کلن بابر پېژندل شوی دی، د پاکستاني پوځ نژدې طبي واحد ته يووړل شو، خو لږ وروسته يې ساه ورکړه.

ملګرو ملتونو د جمعې ورځې د دغه بريد چې جزئيات يې اوس راوتلي دي، مسئول وسله وال په بانيامولېنګه تړلي بللي چې د کانګو په ختيځ »جنوبي کيوو« ولايت کې د توتزي قوم د ټولنې يوه برخه ده.کانگو: د سرو زرو په کان کې د ځمکې ښويدو له کبله درنه مرگ ژوبله

پاکستان د ملګرو ملتونو په يوه سوله ساتي ځواک کې برخه لري چې له ۱۶ زرو څخه زيات پوځيان او پوليس رانغاړي. دغه ځواک په کانګو دموکراتيک جمهوريت کې د ملګرو ملتونو سازمان د ثبات ماموريت (MONUSCO) نوميږي. دغه ماموريت په ۲۰۱۰ کال کې پيل شو چې هدف يې د ملکي وګړو ساتنه، د وسله والو ډلو ډارونه او د دولتي بنسټونو او خدماتو بيا رغونه ده.

آ./ن. ص./خ. ح.