1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان: افغانستان سره به هره ممکنه بشري مرسته کوو

۱۴۰۰ آبان ۲۰, پنجشنبه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي دي چې پاکستان په هره سخته شېبه کې له افغان ولس سره دریدلی دی. د هغه په خبره افغانستان ته به بشري مرستې ولیږي.

https://p.dw.com/p/42sP1
Pakistan Islamabad | Treffen Premier Khan mit Taliban-Führern
انځور: Pakistan Prime minister office/AFP

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ټویټر په یوه پیغام کې ویلي دي چې امیر خان متقي او له هغه سره مل پلاوي ته یې ډاډ ورکړی دي «چې افغانستان ته به هره ممکنه بشري مرسته کوي.»

د طالبانو د بهرنیو چار وزیر امیر خان متقي، په مشرتوب یو پلاوی د چهارشنبې په ورځ اسلام آباد ته په درې ورځني سفر تللی دی. په دغه پلاوي کې پر نورو سربیره د مالیې او سودګراۍ وزیران هم شامل دي.

همداشان په اسلام آباد کې د ترویکا پلس، غونډې کوربه هم دی چې د امریکا متحده ایالات، روسیې او چین جګپوړي دېپلوماتان پکې ګډون لري. ویل کیږي چې امیر خان متقي به د ترویکا پلس له ګډونوالو سره هم وویني.

عمران خان د خپل ټویټر په پیغام کې دا هم ویلي دي چې هیواد یې تل په هره سخته شیبه کې له افغان ولس سره دریدلی. د هغه په خبره د افغان ولس د بېړنې مرستې له پاره «د خوړو اړین توکي، بیړني طبي مرستې او له یخنۍ څخه د بچ کیدو له پاره خیمې افغانستان ته استوي.»

هغه یو ځل بیا پر نړیوالو غږ کړی دی چې په افغانستان کې د بشري کړکېچ د مخنیوي له پاره خپل ټولنیز مسئولیت ادا کړي.

د ترویکا پلس، په پرانستغونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي ول چې افغانستان د یوه اقتصادي سقوط په درشل کی دی.

واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې افغانستان له یوه بشري کړکېچ سره مخامخ دی. د پخواني حکومت له سقوط سره ډېر افغانان بې روزګاره شوي او له یوه ستر اقتصادي بحران سره مخامخ دي.

که څه هم تر دې دمخه له قطر څخه پاکستان ته د طالبانو هیئتونو سفرونه کړي، خو دا لومړی وار دی چې په اګست میاشت کې واک ته تر رسیدو وروسته د طالبانو پلاوی پاکستان ته سفر کوي.

تر دې دمخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د پاکستان د استخباراتي ادارې پخواني مشر هم افغانستان ته سفرونه کړي دي.