1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټي ټي پي په افغانستان کې د خپل پخواني وياند وژنه تائيد کړه

۱۴۰۰ دی ۲۳, پنجشنبه

پاکستاني طالبانو تائيد کړې ده چې څو ورځې مخکې یې يو پخوانی وياند په ګاونډي هيواد افغانستان کې وژل شوی دی. دغي ډلې په عين وخت کې د هغه د وژنې د غچ اخيستو هوډ هم څرګند کړی دی.

https://p.dw.com/p/45UNJ
Afghanistan |  Gefangene in Khost
انځور: DW/O. Deedar

د اسوشيتد پريس خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله د تحريک طالبان پاکستان منع شوې ډلې يا ټي ټي پي د پنجشنبې په ورځ د تويتر له لارې د محمد خراساني په نوم د مشهور سړي د وژل کیدو اعلان وکړ. د هغه اصل نوم خالد بلتي وو.

پاکستاني طالبانو دا خبر په داسې حال کې اوس تائيد کړی چې د پاکستان امنيتي ځواکونو څو ورځې تر مخه ادعا کړې وه چې د تحريک طالبان پاکستان ډلې پخوانی وياند د افغانستان په ننګرهار ولايت کې په ډزو وژل شوی دی. پاکستاني طالبانو تر نن، پنجشنبې ورځې پورې دا ادعا نه وه تائيد کړې.

د ټي ټي پي اوسني وياند چې هغه هم د محمد خراساني په نوم ياديږي، د تويتر له لارې ويلي چې بلتي د جنورۍ مياشت پر ۹مه نېټه د سفر پر مهال وژل شوی دی. هغه ويلي دي چې د بلتي وژل کيدل لوی زيان دی او ډېر ژر به د هغه غچ واخيستل شي.

په ننګرهار کې د پاکستاني طالبانو د ویاند د وژل کیدو ادعا

خالد بلتي د ټي ټي پي يو قومندان وو او د ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۵م کال پورې چې بيا په افغانستان کې ونیول شو، د دې ډلې وياند وو. نوموړی واک ته د طالبانو تر رسېدو وورسته آزاد شوی وو.

تحريک طالبان پاکستان د افغانستان له طالبانو څخه يوه جلا ډله ده. په نوامبر میاشت کې پاکستان له دغه ډلې سره د يوې مياشتې اوربند کړی وو. دغه ډله په تېرو ۱۴ کلونو کې په پاکستان کې پر امنيتي ځواکونو او ملکيانو په ترسره شويو ډېرو بريدونو کې لاس لري.

پاکستاني طالبانو له حکومت سره اوربند تمدید نه کړ

د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ اوربند د دسمبر پر ۹مه نېټه پای ته رسېدلی دی او له هغه راهيسې دغه ډلې بيرته په بريدونو پېل کړی دی. داسې انګيرل کيږي چې ټي ټي پي مشر نور ولي او نور جنګيالي په افغانستان کې پټ دي.

ب. ص/ ن. ز (AP)