کراچۍ ته څېرمه موټر چپه شوی چې ۱۳ تنه پکې مړه دي
۱۳۹۹ مهر ۶, یکشنبهاعلان
دغه ګاډی چې ډېر کسان پکې سواره وو، وروستو له هغه چې د يو بل ګاډي څخه له کوم لوېدلي شي سره يې ټکر وکړ، يوې کندې ته ولوېدو. دغه پېښه د موټر وې يا لويې لارې د پوليسو افسر، افتاب پټان، تائيد کړې ده. نوموړي دا هم وويل چې ګاډی د اور په لمبو کې وسوځېد ځکه چې د تېلو ټانک يې سوری شوی و. ژغورونکې ډلې ۱۳ مړي له ګاډي راوويستل چې لږ تر لږه درې ماشومان هم پکې وو. پنځه تنه د يوه يو کلن ماشوم په شمول ژوندي راويستل شوي دي.
د چارواکو په خبره د ډي ان آی يا ارثي موادو تېستونو ته اړتيا ده څو د پېښې د قربانيانو هويت هم معلوم کړای شي. دغسې ترافيکي پېښې په پاکستان کې ډېرې زياتې کيږي چېرته چې د ګاډو چلوونکي د خونديتوب معيارونه او ترافيکي قوانين تر پښو لاندې کوي په داسې حال کې چې کنډ و کپر سړکونه هم د ټکرونو په رامنځ ته کېدو کې يو څه رول لوبوي.
ا.پ./ن.ص./ا.ا.