1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

آيا د پاکستان له سياست څخه د پوځ جلا کول آسانه دی؟

۱۴۰۱ آذر ۸, سه‌شنبه

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي دي چې له سیاست څخه د پوځ جلا کیدل به د هیواد له پاره ډېر مثبت ثابت شي. خو د انتقاد کوونکو په اند د پاکستان پوځ په سیاست کې ډېر زیات دخیل دی او له سیاست څخه ځان نه شي بیلولی.

https://p.dw.com/p/4KE6T
Pakistan Premierminister Imran Khan
انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

د پاکستان د پوځ مشر چې ټاکل شوې ده په نيږدې وخت کې به تقاعد شي د متحده عربي اماراتو له «ګلف» ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې پوځ د غیر سیاسي پاتې کیدو اراده لري. د هغه په وینا له دې پریکړې سره به د ولس او پوځ ترمنځ اړیکې قوي شي او سیاسي ثبات به هم رامنځته شي.

جنرال قمر جاوید باجوه د نومبر په ۲۳ نېټه هم یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي و چې پر پوځ ځکه نیوکې کیږي چې د تیرو ۷۰ کلونو راهیسې یې په غیر قانوني ډول په سیاست کې مداخله کړې ده.

جلا کیدل هم ډیر ستونزمن دی

د پاکستان له جوړښت راهیسې تر اوسه پورې پوځ نيږدې ۲۳ کلونو پورې په مستقیم ډول پر دغه هیواد حکومت کړی دی، په داسې حال کې چې د جمهوري حکومتونو په هکله هم انګیرل کیږي چې په غیر مستقیم ډول یي په سیاسي معاملو کې مداخله جاري ساتلې ده.

د بهرني امنیت ترڅنګ ډیر شمیر نورې چارې هم پوځ له ځان سره ساتلي دي، په داسې حال کې چې په اقتصادي چارو کې یې هم لاسوهنه کړې ده.

اړوند: د پاکستان پوځ د نوي مشر ټاکنه ولي د پولو اخوا هم مهمه ده؟

د پاکستان په سیاست کې د پوځ د نقش څارونکی او کارپوه داکتر عمار علي جان وایي چې دا د پوځ له پاره ډېر ستونزمن دی چې له سیاست څخه ځان جلا کړي.

نوموړي دویچه ویله ته وویل: «د پاکستان پوځ په سیاست کې ډېر لاس لري او هیڅ امکان نه لري چې له سیاست څخه ځان لیري کړي. دا د پاکستان ساختاري ستونزه ده. پوځ ته د هم هغه پیل څخه ډېر اختیارات ورکړل شوي دي، چې له امله یي پوځ په هیواد کې دننه، بهر او په سیمه ایزه کچه دومره ارتباطات ټینګ کړي دي چې اوس بې له سیاسته یي ګذاره نه شي کیدلی.»

د عمار جان په خبره نړیوال قدرتونه هم غواړي له پوځي جنرالانو سره معامله وکړي: «اوس خو پوځ په اقتصادي مسایلو کې هم ښکیل دی چې یوه بیلګه یي د پیسو نړیوال صندوق د قسط له پاره د جنرال باجوه تلیفون کول وو.»

پوځ باید په قانوني حدودو کې پاتې شي

په پاکستان کې ډېر سیاستوال په دې نظر دي چې د هیواد په سیاست کې معاملات هغه وخت ګډوډیږي چې پوځ په سیاست کې مداخله وکړي او سیاسي ګوندونه وځپي. خو د دې مداخلي ضد اوس یو شمیر پوځي افسران هم خبرې کوي.

متقاعد جنرال اعجاز اعوان وایي چې پوځ ته په کار دي چې خپل قانوني رول ولوبوي او باید له سیاست څخه ځان لیري وساتي. نوموړي دویچه ویله ته وویل: «که پوځ په سیاست کې دخیل شوی دی، نو په هغې کې سیاستوال او قضایه قوه هم ګرم دي. پوښتنه دا ده کله چې په هیواد کې مارشل لا(پوځي قانون) و، نو هغه کوم خلک وو چې د هغې هرکلی یې کړی و. هغه همدا سیاستوال و چې د پوځ د مشر کور ته به تلل او یو په بل پسې به یي بد ویل.»

د اعجاز اعوان په حواله په دې برخه کې د قضایه قوې چلند هم منفي و: «قاضیانو د موقتي اساسي قانون او کاري چوکاټ پر اساس لوړه وکړه او د اړتیا د نظریې پر اساس یي پوځي حکومت راوباله. له همدې امله یوازې پر جنرالانو انتقاد کول مناسب نه دي.»

د پوځ مشر ستر سلاکار دی

انتقاد کوونکي په دې نظر دي چې د پاکستان د پوځ مشر او پوځي اداره حکومتونه جوړوي او را نسکوروي يې. سربیره پر دې د هیواد مهم مسایل همدوي پرمخ وړي. اعجاز اعوان وايي چې دې خبرې ته اړتیا ده چې پوځ یواز خپل قانوني رول ولوبوي: «په امنیتي چارو کې د پوځ مشر د لومړي وزیر ستر سلاکار دی او همدا باید د هغه رول وي.»

په سیاست کې د جنرالانو د مداخلې تاریخ

مشهور پاکستانی خبریال او په دغه هیواد کې د خبریالانو د اتحادیي پخوانی سکرتر جنرال ناصر زیدي تل د نظامي دیکتاتورانو پر وړاندې مبارزه کړې ده چې له امله یي بندي شوی هم دی. د جنرال ضیاء الحق د واکمنۍ پر مهال د بیان د آزادۍ له پاره یې د کوښښونو له کبله په دورو هم وهل شوی دی.

ناصر زیدي وايي چې پوځ تل په سیاسي چارو کې مداخله کړې ده. نوموړي د دې خبرې د تاریخي پسمنظر په هکله دویچه ویله ته وویل: «تر ټولو دمخه تورن جنرال سکندر مرزا د جمهوري غوښتونکو ګوند تاسیس کړ. تر هغې وروسته کله چې ایوب خان د بنسټیزو جمهوریتونو انتخابات اعلان کړل، نو سیاسي ګوند ته یي ضرورت پیدا کړ، چې د هغې له پاره یي د کنونشن لیګ ګوند جوړ کړ او په زړه پورې خبره خو دا ده چې ذلفقار علي بوټو هم د دې کنونشن لیګ مشر و.

د جنرال یحیا په دور کې هم راو فرمان علي او د جنرال پیرزاده په ګډون یو شمیر پوځي افسران په سیاست کې دخیل ول، په داسې حال کې چې جنرال ضیاء الحق په خپل دور کې جونیجو لیګ جوړ کړ. جنرال حمید ګل او په ۱۹۸۸م کال کې د پوځ مشر جنرال اسلم بیګ د اسلامي جمهوري اتحاد رامنځته کړ.»

اړوند: له IMF څخه قرضه؛ باجوه له امریکا مرسته غوښتې ده

د ناصر زیدي په حواله له سرکرده جنرالانو سربیره تورن عامر او د ټیټې کچې یو شمیر پوځي افسران د بې نظیر بوټو د حکومت په لومړي دور کې په سیاسي ډول فعاله ول او د هغې د حکومت د رانسکورولو کوښښ یي هم وکړ: «وروسته بیا نواز شریف او غلام اسحاق خان دواړه د جنرال وحید کاکړ له خوا له واکه لیري کړای شول. د جنرال پرویز مشرف د واکمنۍ په وخت کې د آی اس آی مرستیال مشر جنرال احتشام ضمیر د پیټریاټ او ق لیګ ګوند په جوړولو کې مهم رول ولوباوه.

په داسې حال کې چې د آی اس آی پر پخواني مرستیال مشر جنرال شجاع پاشا، د پوځ پخواني مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني او د آی اس آی پر پخواني مشر جنرال فیض حمید دا تور لګول کیږي چې دوی [د عمران خان په مشرۍ] د پاکستان تحریک انصاف ګوند په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی».

ناصر زیدي وايي چې پوځ یوازې نظامي یا سیاسي قدرت نه دی، بلکې یو اقتصادي قدرت هم دی او د اقتصاد یوه لویه برخه د دوی تر کنترول لاندې ده. نو له همدې امله د پوځ د مداخلي ختمول ناممکن دي.

عبدالستار: ش.ن/ ن.ز