1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان هوايي شرکت کابل ته خپل پروازونه ځنډولي دي

۱۴۰۰ مهر ۲۲, پنجشنبه

د پاکستان هوايي شرکت «پي آی اې» اعلان کړی دی چې د طالبانو له خوا یې د «شديدې مداخلې» له کبله کابل ته خپل پروازونه ځنډولي دي. تر دې د مخه طالبانو دغه شرکت ته د ټکټونو د بيې د ټيټولو سپارښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/41fqR
Afghanistan Flughafen Kabul | Flugzeug PIA
انځور: KARIM SAHIB/AFP/Getty Images

د «پي آی اې» شرکت ويلي دي چې د طالبانو له خوا د مداخلو له وجې یې چې په قواعدو کې تغيرات او د کارکوونکو ځورول هم پکې شامل دي، کابل ته خپل پروازونه ځنډولي دي. دمګړۍ «پي آی اې» يوازينی نړيوال هوايي شرکت دی چې په منظم ډول کابل ته پروازونه کوي.

دې هوايي شرکت د پروازونو د ځنډولو  خبر تر هغه وروسته کړی دی چې د طالبانو حکومت دې شرکت ته امر کړی وو چې د ټکټونو بیې دې د پخواني حکومت د سقوط تر مخه بيو کچې ته راټيټې کړي.

د طالبانو د ترانسپورت او هوانوردۍ شرکت له کام اير او د پاکستان د «پي آی اې» شرکت څخه غوښټنه کړې وه چې د پروازونو د ټکټ بیه دې د تېر حکومت د وخت بيو سره برابرې کړي. دې وزارت په عين حال کې خبرداری ورکړی وو چې د امر څخه د سرغړونې په صورت کې به د دې شرکتونو پروازونه متوقف شي.

ياد وزارت همدا راز د دې هوايي شرکتونو له مراجعينو هم غوښتنه کړې ده چې د ټکټونو د لوړې بېې په صورت کې دې د هوايي چلند ادارې ته شکايت وکړي. د هوايي چلند ادارې د ټولنیزو شبکو په خپلو پاڼو کې د تماس نيولو دوه شميرې هم شريکې کړي دي.

د معلوماتو پر اساس دمګړۍ د پاکستان د هوايي شرکت «پي آی اې» يو ټکټ په تور باراز کې په ۲۵۰۰ ډالر پلورل کيږي چې د مخکنۍ بیې په پرتله شپږ چنده زياتې پېسې دي.

پر دې سربیره همدا راز ويل کيږي د کام اير هوايي شرکت هم ټکټونه په لوړ بيه پلوري. له يو څو ورځو راهيسې د کام اير هوايي شرکت د کابل – اسلام آباد ترمنځ پروازونه د پاکستان د حکومت پر لارښوونه متوقف شوي دي.

ب. ص/ ګ. پ (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: