1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما: پاکستان د امريکا اقدام ته غبرگون و نه ښود

۱۳۹۹ آبان ۲۹, پنجشنبه

اوباما په خپل کتاب کې لیکلي دي چې کله چې پاکستان ته د بن لادن د وژلو خبر ورکړل شو، د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا له کبله د خفګان پر ځای یې امريکا ته مبارکي وويله.

https://p.dw.com/p/3lXrD
USA I Wahlkampf Biden-Harris I Barack Obama
انځور: Chandan Khanna/AFP/Getty Images

د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر بارک اوباما په وینا د پاکستان په ایبټ آباد ښار کې د اسامه بن لادن تر وژلو وروسته ده فکر کاوه چې هغه مهال د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري به د تلیفون له لارې په دې هکله خبرول یو سخت کار وي، خو حقیقت بیا د دې برعکس وو. زرداري د همکارۍ ټټر وواهه او دغه چاره یې وستایله. اوباما دغه څرګندونې په خپل نوي کتاب «آ پرامېسد لند» کې کړي دي چې ځینې ګڼې یې په تیرو څو ورځو کې ناشرینو ته ورکړل شوي دي.

اوباما ته ځکه دا کار سخت بریښد چې د پوځي عملیاتو په هکله پاکستاني چارواکو ته په اطلاع نه ورکولو سره د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی نه وو شوی او اوباما د دې ګام پر وړاندې د سخت غبرګون اټکل کاوه. خو د دې برعکس آصف علي زرداري هغه ته د دغه عملیاتو په هکله مبارکي وویله. د اوباما په خبره ولسمشر زرداري وویل چې «په راتلونکي کې هر څه کیږي، دا یو ستر خبر دی».

د بارک اوباما په دغه کتاب کې د هغه د واکمنۍ پر مهال د ځینو رامنځ ته شوو مهمو پيښو یادونه شوې. د دغه کتاب چې د بارک اوباما پر ژوند لیک راڅرخي ۷۰۰ مخه لري. هغه په دې کتاب کې د خپل کوچنیوالي د ورځو یادونه هم کړې ده او پر دې سربیره یې د خپلې واکمنۍ پر مهال د نړیوال اقتصادي بحران، د ۲۰۱۱م کال په می میاشت کې د بن لادن د وژنې په هکله عملیات او نورې مهمې پېښې په تفصیل سره بیان کړي دي.

په اسلام آباد کې د ساینس او تکنالوژۍ په ملي پوهنتون کې د نړیوال امن او ثبات له څانګې څخه ډاکټر بکاری د دویچه ویله له اردو څانګې سره په خبرو کې ویلي دي چې دا انګیرنه چې د اسامه بن لادن لټون آسان وو، ناسمه ده: «که چیرې امریکا متحده ایالاتو د ډاکټر شکیل افریدي ملاتړ نه درلودی، نو ښایي نن هم اسامه ژوندی وای».

د دفاعي چارو شنونکی طلعت مسعود، په وینا اوباما کومه نوې خبره نه ده کړې. هغه د دویچه ویله د اردو څانګي له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي چې «دا خبره په اثبات رسیدلې ده چې د پاکستان مشرتابه ته واقعاً د دې عملیاتو خبر نه وو او د دې علت دا دی چې امریکا شک درلود چې د پاکستان اسټبلشمنټ دا خبره افشا نه کړي.»

د طلعت مسعود په وینا د ۲۰۱۱م کال په می میاشتې کې په مخفي عملیاتو کې د اسامه وژل کیدو مسله هغه مهال هم د پاکستان له پاره د خجالتۍ سبب شوې وه او اوس هم چې اوباما یې په خپل کتاب کې یادونه کړې ده، یو ځل بیا به د خجالتۍ سبب شي.

جو بایدن د عملیاتو مخالفت کړی وو

په دې ترڅ کې د اوباما په کتاب کې د دې ذکر هم شوی دی چې جو بایدن چې هغه مهال د اوباما لومړی مرستیال وو، په پاکستان کې د عملیاتو د ترسره کیدو مخالفت کړی وو. د متحده ایالاتو د دفاع پخواني وزیر رابرت ګیتس هم د دغه مخفي عملیاتو مخالفت کړی وو.

عاصم سلیم / عبدالستار، اسلام آباد