1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهالند

هالنډ: زندانونه ډک دي- بندیان تر وخت مخکي آزادیږي

ګل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۱۵, پنجشنبه

په هالنډ کي د پرسونل کمښت پر زندانونو هم اغېز کړی دی. اوس د دغه هيواد حکومت حتی پر دې فکر کوي چي تر هيواد دباندي زندانونه کرايه کړي.

https://p.dw.com/p/4nnDu
آرشیف: په هالند کی اعتراضونه
په هالنډ کی زندانونه ډک دي- بندیان تر وخت مخکي آزادیږيانځور: Mouneb Taim/Anadolu/picture alliance

د هالنډ د حکومت په حواله د هغه هيواد زندانونه دومره ډک دي چي د نوو مجرمینو او یا هم نیول سوو کسانو له پاره پکښي ځای نسته. د ياد هيواد په عدلیې وزارت کې د بهرنیو چارو مسؤلې اِنګریډ کوینراډي، په دنهاګ کې پارلمان ته وویل چې له همدې کبله باید سر له راتلونکي اونۍ څخه مجرمین خپل د بندیگرت وخت له پوره کولو مخکي له زندانونه آزاد کړای سي.

نوموړې مسؤله د خپلو معلوماتو له مخې له استونیا سره په خبرو بوخته ده چي آیا کولای سي هلته د زندانیانو له پاره کوټې کرایه کړي او که څنگه.

په اول سر کي په پام کي ده چي د حکم کولو وخت دریو ورځو ته رالنډ سي. خو هغه باید یوې اونۍ ته وغځول سي. نوموړې مسؤله زیاتوي چې د سزا حکم صادرول هم ممکن دي: «زه دا کار له امکانه لیري نه بولم، حالت ډیر کړکیچڼ دی.»

د پرسونل کمښت او د اوږده بند سزاوې

د اِنگرید، په خبره په دې هکله نور اقدامات پای ته رسېدلي دي. همدارنگه د پولیسو  توقيف خانې هم ډکې دي. له همدې کبله اوس د هغو کسانو له پاره هم ځای نسته چي د مثال په ډول د شخړو پر وخت نیول سوي دي.

د دغو معلوماتو له مخې د نوموړي حالت د رامنځته کولو علت د پرسونل کمښت او د ډیر اوږده بند سزاوې دي چي باید تطبیق سي.

په تیرو میاشتو کي هم ځیني بندیان مخکي له وخته آزاد کړای سوي او یا د مجرمینو د بندیگرت وخت تر هغو پوري ځنډول سوی چې یوه کوټه خالي سوې ده.

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.