1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هالنډ کي د کرونا قیوداتو پرضد له تاوتريخوالي ډکي مظاهرې

۱۳۹۹ بهمن ۶, دوشنبه

د هالنډ په لسو ښارونو کي د کرونا د تازه قیوداتو پرضد سخت کشمشکونه او اخ و ډبونه رامنځته سوي، د مغازو هنداري ماتي سوي او موټرونو ته اورونه اچول سوي دي. خصوصأ په امسترډام کي ډیره گډوډي رامنځته سوې.

https://p.dw.com/p/3oNFn
Holland Amsterdam | Coronakrise: Proteste gegen Lockdown
انځور: Eva Plevier/REUTERS

پرون، يکشنبه (د جنورۍ ۲۴ مه) د شپې د نهو بجو څخه لږ دمخه، د کرونا د تازه اقداماتو سره سم، چي  د شپې پرتګ راتګ باندي بندیز لګول کیږي، د پولیسو په حواله د هالنډ په لسو ښارونه کي سخت کشمکشونه رامنځته سول.

پر پولیسو باندي اور اچونکي مواد وروغورځول سول او د ډبرو گوزارونه پرې وسول. په هاګ کي یوه موټر ته اور واچول سو. په نورو ښارو کي هم دا ډول احتجاجونه او ناارامۍ رامنځته سوې.

 

په انشیده ښار کي اله ګوله کونکو پر یوه روغتون باندي ډبري وروغورځولې، د مغازو هنداري یې ماتي او هغه یې چور کړې. د هالنډ د امنیتي قواوو په حواله فقط په نیمه شپه کي بیا بیرته ارامي رامنځته سوه.

تر دې دمخه په امسترډام او ایندهوفن ښارونو کي پولیسو پر مظاهره کونکو باندي د اوبو په پاشلو سره مظاهرې ختم کړي وې.

په اجتماعي رسنیو کي خلګ د کرونا د نوو قیوداتو پرضد احتجاجونو ته رابلل سوي وه. د دغه هیواد د عدلیې وزیر فرید ګراپیرهوس بیا هغه غندلي او ویلي دي، چي دا د «قانوني سیاسي مظاهرو سره هیڅ ارتباط نلري او هغه فقط یو جنايي رفتار دی.»

تقریباً ۲۰۰ تنه بندیان سوي

په امسترډام کي پولیسو د مظاهره کونکو په مقابل کي د اوبو پاشلو ترڅنګ د اسانو ، سپیانو او ډنډو څخه هم کار واخیسته. په ټول هالنډ کي تر ۲۰۰ تنه اضافه مظاهره کونکي بندیان سوي هم دي، چي ۱۷۰ تنه یې یوازي د امسترډام څخه دي.

Holland Eindhoven | Coronakrise: Proteste gegen Lockdown
انځور: Rob Engelaar/ANP/AFP/Getty Images

په دغه هیواد کي تیره یکشنبه شپه د اول وار لپاره د شپې پر ګرزیدو باندي قیودات وضع سول. هالنډیان مجبوره دي، د شپې د نهو بجو څخه د سهار تر څلور نیمو بجو پوري په خپلو کورونو کي پاته سي. هغه څوک چي دغه مقررات نه مراعتوي، ۹۵ یورو جریمه کیږي.

دا تر دوهم نړيوال جنګ وروسته د اروپايی ټولني په یوه غړي هیواد کي لومړني د شپې قیودات دي، چي وضع کیږي. هغه به په اول سر کي د فبرورۍ میاشتي تر ۹ پوري دوام وکړي. د کرونا د نوو اقداماتو مطابق همدارنګه مکتبونه، رستورانونه او ټول غیر ضروري دوکانونه او مغازې هم تړلي پاتیږي. سربیره پردې یو فامیل یوازي د یوه تن د میلمه کولو اجازه لري.