1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هند: د اورګاډو ټکر کې کابو ۳۰۰ تنه مړه، ۸۵۰ ټپيان دي

۱۴۰۲ خرداد ۱۳, شنبه

په هند کې د اورګاډو د ټکر په يوه سخته پېښه کې لږ تر لږه ۲۸۸ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۸۵۰ نور ژوبل هم دي. دغه خبره يوه حکومتي چارواکي کړې ده.

https://p.dw.com/p/4S9GY
Zugunglück in Indien
په دغه حادثه کې ۳۰۰ کسان مړه شوي ديانځور: JAYANTA SHAW/AFPTV/AFP/Getty Images

د هند په ختيځ کې د اورګاډو د شرکت يوه استازي وويل چې د کورومندل په نوم ټرين له کلکټې څخه چنای ته په لار و چې د جمعې په ماښام په ځايي وخت ۷ بجې د اوديشا په آيالت کې د هوراه په نوم چټک اورګاډي سره جنګېدلی دی.

د رسنيو په لومړنيو راپورونو کې له يوه باروړونکي اورګاډي سره د کورومندل د ټکر خبره شوې وه، خو په دواړو ريلونو کې د تازه معلوماتو له مخې مسافرين سپاره ول. د ناورين له ځای څخه په اخيستل شوو انځورونو کې ليدل کيږي چې ژغورونکي ډلې څنګه په ژوندي پاتې شوو کسانو پسې ګرځي.

په ټولنيزو رسنيو کې شريکې شوې ويډيوګانې ښيي چې امبولانسونه راځي او دا چې خلک د اورګاډي له چپه شويو ډبو څخه راويستل کيږي. د حکومت په حواله دا د لسو کلونو راهيسې په هند کې تر ټولو سخت د اورګاډو ټکر دی. د تازه خبرونو له مخې د ژغورنې ماموريت اوس پای ته رسېدلی دی او ټاکل شوې ده چې د هند لومړی وزير نرندرا مودي به د پېښې له ځای څخه ليدنه وکړي.

رويټرز/ن.ص./ا.ا.