1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو په افغانستان کي د طالبانو د حملو د بندولو غوښتنه کړې

۱۴۰۰ مرداد ۱۹, سه‌شنبه

ناټو ویلي چي په افغانستان کي د طالبانو لخوا د زور سره مل پرمختګونه، د هغې جملې څخه پر ملکيانو باندي حملې او د بشر د حقوقو د سرغړونو رپوټونه ډیر د «انديښنې وړ» دي.

https://p.dw.com/p/3ymWH
Brüssel NATO Gipfeltreffen l Generalsekretär Stoltenberg
انځور: Kenzo Tribouillard/AFP

دغه خبره د ناټو مقاماتو الماني خبري آژانس، ډي پي ای ته کړې ده. هغوی ویلي دي، طالبان باید پوه سي، چي بین المللي ټولنه به هیڅ وخت هغوی په رسمیت ونه پیژني، که دوی د سیاسي پروسې د حل پر ځای دغه هیواد په زوره سره ونیسي. «هغوی باید خپلو حملو ته خاتمه ورکړي او د سولي په خبرو کي برخه واخلي.»

د ناټو چاواکو همدارنګه ویلي، چي شخړه د نظامي لاري نه حلیږي او باید اوربند او یوه سیاسي حل ته لار هواره سي.

زياته سوې چې طالبان باید د ښځو، کوچنیانو او اقلیتونو حقوق مراعت او ډاډ ورکړي، چي افغانستان هیڅ وخت «بیا د ترهګرانو د پناه ورکولو ځای نه دی.«

ناټو همدارنګه د ټولو سیمه ایزو ذیدخلو اړخونو څخه غوښتي دي، چي په دې کي فعاله رول ولوبوي، چي «ټول د یوه باثباته او ډاډمن افغانستان څخه مستفید کیږي.»

د همدې کال په می میاشت کي د ناټو قواوو د وتلو د شروع سره سم طالبانو ډیري منطقې نیولي او اوس کوښښ کوي، چي د ولایتونو مرکزونه ونیسي.

Afghanistan Bundeswehreinsatz endet
انځور: Sanaullah Seiam/dpa/picture alliance

خو د طالبانو پر دغو پرمختګونو سربیره د جرمني د دفاع وزیري، انه ګریت کرمپ کارین باور د افغانستان څخه د الماني پوځ راوتل سم وبلل او دفاع یې ځیني وکړي.

د امریکا متحده ایالات هم د خپلو قواوو د وتلو پر پلان باندي ټینګ ولاړ دي. په سپینه ماڼی کي پنتاګون په تکرار سره تاکید کړی دی، چي په افغانستان  کي د امریکايي قواوو عملیات  د پلان مطابق په تقریبأ درې اونی کي پای ته رسیږي.