1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو په ترکیه کي د افغان ځانگړي ځواک روزنه پیل کړه

۱۴۰۰ مرداد ۷, پنجشنبه

ناټو په افغانستان کي د خپل روزنیز ماموریت تر ختمیدو لږ وروسته، تر افغانستان دباندي د افغان ځانګړو ځواکونو روزنيز پروګرام پيل کړ.

https://p.dw.com/p/3yEXa
Afghanistan Armee in der Nähe von Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/Dar Yasin

له انقرې څخه د آلمان خبري آژانس د معلوماتو له مخي د افغان ځانگړو ځواکونو یوه ډله د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای ۲۸) د روزني له پاره ترکیې ته لېږل سوې. په پام کي ده چي دا به له افغانستان څخه دباندي د منظمو روزنو د فرصتونو پیل وي.

په بروکسل کي د ناټو یوه ویاند د آلمان خبري آژانس ته د روزنیز پروگرام پیل کیدل تاید کړی، خو د امنیتي دلایلو له مخي یې نه غوښتل د هغه ځای او نورو جزیاتو په هکله څه ووايي. هغه وویل: «د مالي او دیپلوماتیکي ملاتړ تر څنگه به ناټو په بهر کي د افغان ځانگړو ځواکونو روزني ته هم دوام ورکړي. دغه ډول روزنه اوس پیل سوې ده».

د افغان ځواکونو له پاره د ناټو د دوامدار ملاتړ اساس، د آلمان د صدراعظمي انگیلا میرکل او د ۲۹ نورو متحدو هیوادونو د دولتي او حکومتي مشرانو پریکړه ده. هغوی په جون میاشت کي د یوې سرمشریزي په ترڅ کي ډاډ ورکړ چي د پوځي ماموریت تر پای ته رسیدو وروسته به له افغانستان سره مرسته وکړي. د هغوی په پریکړه لیک راغلي: «موږ خپل هوډ یووار بیا تايدوو چي بیا به هم د افغانستان، د هغه د اولس او تاسیساتو ملاتړ وکړو، تر څو د امنیت په راوستلو کي مرسته وکړو او د ۲۰ کلونو لاس ته راوړني وساتو».

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتینبرګ هم د سې شنبې په ورځ له ولسمشر اشرف غني سره د خبرو اترو په ترڅ کي یووار بیا پر دې خبري ټینگار وکړ. هغه وویل: «په افغانستان کي به امنیتي وضعیت د یوه ستر چلنج په توگه پاته وي».

په اپریل میاشت کي په افغانستان کي د ناټو د پوځي ماموریت د پای ته رسیدو په هکله پس له هغه تصمیم ونیول سو چي امریکا متحده ایالاتو له افغانستان څخه د وتلو پريکړه وکړه. دا لا معلومه نه ده چي په دغه هیواد کي به د لویدیځو ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته څه پیښیږي. د می مياشتي له لومړۍ نېټې څخه حالت په ښکاره ډول بحراني سوی دی.

طالبانو د افغانستان ډېري سیمي نیولي او ښارونه یې محاصره کړي. د دې بیره موجوده ده چي په دغه هیواد کي ښايي ډیر ژر ټول واک د طالبانو په لاس کي ولویږي. دا کار ښايي په افغانستان کي د ښځو حقونه او د رسنیو آزادي له سخت خطر سره مخامخ کړي.

GP/NZ/AG