1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهپاکستان

راو انور د نقیب الله محسود د قتل په قضیه کې برائت ترلاسه کړ

۱۴۰۱ بهمن ۳, دوشنبه

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې پنځه کاله وروسته د نقیب الله محسود د قتل په قضیه کې د پریکړې په اعلانولو سره د پولیسو د یوه پخواني لوړپوړي چارواکي راو انور په ګډون ټولو تورنو کسانو ته برائت ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4Mb85
Pakistan Rao Anwar
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Adil

ځانګړي محکمې د نقیب الله محسود د قتل د قضیې پوره ۵ کاله وروسته پریکړه اورولې ده. دغه قضیه د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ پر ۲۳ نېټه ثبت شوې وه.

امریکا پر راو انوار اقبال باندې بندیزونه ولګول

د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ مياشتي پر ۱۳ نېټه د کراچۍ په ملیر ولسوالۍ کې د هغه وخت د پولیسو د یوه چارواکي ایس ایس پي راو انور له خوا له پولیسو سره په مقابله کې د ۴ تنو ترهګرو د وژل کیدو ادعا شوې وه. خو وروسته بیا داسې خبر خپور شو چې هغوی په قتل رسول شوي او په دوی کې هیڅ یو یې هم ترهګر نه و، بلکې له مختلفو سیمو څخه نیول شوي د کارګر قشر اتباع ول چې بې له دې چې محاکمه شي وژل شوي دي.

د نقیب الله محسود د قتل قضیې پس منظر

د سویلي وزیرستان ۲۷ کلن نقیب الله محسود په ۲۰۱۸م کال کې د پولیسو د پخواني چارواکي ایس ایس پي راو انور له خوا په ظاهره کې له پولیسو سره په مقابله کې وژل شوی و. د محکمې د اعلامیې پر اساس د پولیسو دغه مقابله جعلي وه.

ځانګړي محکمې د نقیب الله محسود د قتل د قضیې پوره ۵ کاله وروسته پریکړه اورولې ده.
ځانګړي محکمې د نقیب الله محسود د قتل د قضیې پوره ۵ کاله وروسته پریکړه اورولې ده.انځور: Meraj Udin, Sanna Ijaz

پولیسو ادعا کړې وه چې د کراچۍ شاه لطیف ټاون کې په عثمان خاص خیلي ګوټ، کې له پولیسو سره د مقابلې په جریان کې ۴ تنه ترهګر چې د تحریک طالبان (ټي ټي پي) منع کړای شوي ډلې پورې يې تعلق درلود وژل شوي دي.

راو انور تور لګولی وو چې له پولیسو سره په مقابله کې وژل شوو کسانو په قائد ښار کې ترسره شوو لویو ترهګریزو پيښو کې ښکیل ول او له لشکر جنګوي او داعش وسله والې ترهګرې ډلې سره یي اړیکې درلودلې.

تر دې پيښې وروسته د پولیسو د دغه افسر شخړیزه اعلامیه د نقیب الله د کورنۍ له خوا رد شوه او وویل شول چې وژل شوی کس د یوه دوکان مالک و او له ماډلنګ یا مود سره یې مینه درلوده.

د هغې د عزیزانو په حواله نقیب الله په سهراب ګوټ کې د جامو یا رختونو له خپل دوکان څخه داسې کسانو چې ملکي جامې یي اغوستې وې له ځان سره بېولی وو.

د نقیب الله محسود پلار مړ شو

وروسته بیا د سترې محکمې مشر قاضي میا ثاقب نثار په کراچۍ کې په ظاهره کې له پولیسو سره په جعلي مقابله کې د وژل شوي نقیب الله محسود قضیې ته متوجه شو او دغه قضیه یي راپورته کړه.

نن پنځه کاله وروسته د دې قضیې په هکله پریکړه اعلان شوه او د راو انور په ګډون ټولو تورونو کسانو ته په باعزته توګه برائت روکړل شو. محکمي ویلي دي چې څارنوالي د تورونو کسانو پر ضد د تورونو په اثبات رسولو برخه کې پاتې راغلې ده.

رابعه بُګټي: ش.ن/ ن.ز