وسله والو د ننګرهار په یوه مسجد کي ۸ کسان ووژل
۱۴۰۰ فروردین ۲۹, یکشنبهد ننګرهار والي، ضیاالحق امرخیل الماني خبري آژانس،dpa سره په خبرو کي په دغه پيښه کي د یوه فامیل د حداقل اتو تنو غړو د وژل کیدو څخه خبر ورکړی دی. د هغه په خبره دغه کسان د جلال اباد ښار د نهمي ناحیې په یوه مسجد کي د تراویح پر مهال د وسله والو کسانو لخوا ویشتل سوي دي.
د والي په خبره لمړنۍ پلټني ښيي، چي «دغه واقعه د یوې ټوټې شخصي مځکي پر سر دعوې په نتیجه کي رامنځته سوې ده.»
په افغانستان کی د مځکي پر سر شخړي او جنګونه یوه عادي موضوع ده. دغه ډول واقعې د دغه هیواد په مختلفو سیمو کي د کورنۍ د غړو یا شریکانو تر منځ رامنځته کیږي.
د تیر ۲۰۲۰ م کال په اپریل کي په دغه ولایت او یوه عین پيښه کي د یوه قوم حداقل شپږ تنه ووژل او ۲۰ نور زخمیان سول. د هغوی ترمنځ جنګ تر څو ورځو وروسته بلاخره پای ته ورسیدی.
د جلال اباد د پولیسو قومانداني ویلي دي، چي په دې هکله یې تحقیقات شروع کړي، خو تراوسه پوري يې د هغه په ارتباط څوک نیولی نه دی.
د ننګرهار د والي په حواله دغه پيښه چي پرون شنبه شپه د نهو بجو په شاوخوا کي رامنځته سوه، په هغه کي «د حاجي عبدالوهاب پنځه زامن او درې وروڼه په قتل رسیدلي دي. دغه کسان چي د لمانځه ادأ کولو پر وخت وه، د نامعلومو کسانو لخوا ورباندي فیرونه وسول.»
آ./م.ق./ا.ا.