1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه خبرياله په جلال آباد کي وژل شوې ده

۱۳۹۹ آذر ۲۰, پنجشنبه

ناپېژانده وسله والو نن سهار د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د یوه سیمه ایز تلويزیون خبریاله ملاله میوند او د هغې موټر چلوونکی په ډزو وژلي دي دي.

https://p.dw.com/p/3mVoy
Malala Maiwand
انځور: Rat der Friedensgespräche Afghanistan

د ننکرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي پېښه تايد کړ ېده. په حلال آباد کي د دويچه ويله خبريال وايي ملاله ميوند له کوره دفتر ته پر لاره وه چې موټر یې تر وسله وال برید لاندې راغلی.

تر اوسه د دې پېښې مسئولیت کوم چا یا وسله والې ډلې نه دی منلی.

ملاله میوند د انعکاس تلويزيون تر څنګ په نورو رسنیو کې هم د کار سابقه لرله. هغې پر رسنیز فعالیت سربېره ټولنیز فعالیتونه هم کول.

انعکاس تلوېزیون هم خبر ورکړی چې د دوی خبریاله ملاله میوند او موټر چلوونکی طاهر داسې مهال تر وسله وال برید لاندې راغلي، چې دفتر ته ورتلل.

دا په تېره یوه نیمه میاشت کې درېم خبریال دی، چې په افغانستان کې وژل کېږي. تر دې وړاندې په هلمند کې د ازادۍ رادیو خبریال الیاس داعي او تر هغې لږ مخکې په کابل کې د طلوع تلوېزیون پخوانی خبریال یما سیاوش ووژل شول.

اميد ديدار/ ننگرهار