په اتن کې د مسلمانانو لومړی مسجد پرانیستل شو
۱۳۹۹ آبان ۱۳, سهشنبهد یونان له پلازمينې اتن ښار څخه د آلمان خبري آژانس د سه شنبې په ورځ (د نومبر ۳مه) خبر ورکړ چې په اتن کې د مسلمانانو په لومړي جومات کې د دوشنبې ورځې په ماښام د لومړي ځل له پاره لمونځ ادا کړل شو. تر ۱۴ کاله ځنډ وروسته دغه اقدام، په داسې وخت کې شوی چې په اتن ښار کې د کرونا ويروس د خپریدو د مخنيوي په موخه، ټولنیز محدوديتونه هم لګول شوي دي.
له همدې کبله په دې مسجد کې د لومړني لمانځه پر وخت محدود شمیر لمونځ کونکو ګډون درولود. تمه ده چې تر کرونا وروسته د مسجد د پرانسیتنې په موخه لوی مراسم ترسره شي.
د کاتيمريني په نامه (Kathimerini) ورځپاڼې، په مذهبي چارو کې د يونان حکومت د مشر، جورج کالانتزیس له قوله ليکلي: د دغه جومات پرانيستنه، «د مذهب، آزادۍ، دموکراسۍ او درناوي يو ريښتينی پيغام لیږدوي.» سربيره پر دې چې حکومت په ۲۰۰۶م کال کې د جومات کار د مخته وړولو خبره کړې وه، په افتتاح کې يې دغه ځنډ رامنځ ته شو.
د مسجد لومړی امام، په مراکش کې زیږیدلی يونانی، ذکي محمد دی. محمد چې د ديني او رياضياتو په علومو کې يې زدکړې کړي، په عربي، يوناني او فرانسوي ژبو خبرې کوي.
د رپوټونو پر اساس، وروسته له هغې چې ترکيې روان کال په استانبول ښار کې د ايا صوفیه موزيم په جومات بدل کړ، په يونان کې میشتو مسلمانانو ته هم د خپل يوازيني جومات د برخليک په اړه اندیښنې پيدا شوې وې.
هغه مهال يونان میشته مسلمانانو ويلي وو چې دوی په اتن ښار کې د خپل يوازيني جومات پرانيستلو ته د کلونو راهيسې په انتظار کې دي او د ترکيې له دغه اقدام سره داسې نه چې د يونان حکومت، يې په غبرګون کې د دغه مسجد د افتتاح او فعاليدلو مخنيوی وکړي.
په یونان کې د مسلمانانو د یوازيني مسجد فعالیدل د یونان میشته مسلمانانو له پاره يو ښه اقدام ګڼل کيږي.
د يونان د نفوس لوی اکثريت، یعنې ۹۷ سلنه، اوردوتوکس مسیحيان دي. خو په دغه هیواد کې د مسلمانانو لږکۍ هم ژوند کوي چې له ترکيې سره د يونان د ځمکني سرحد په اوږدو کې پراته دي. له دې نه علاوه په يونان کې په زرونو مسلمان کارګر او مهاجر هم ژوند کوي.
dpa/mks/bs