1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه په مسکو کې د طالبانو کوربتوب کوي

۱۴۰۰ مهر ۲۸, چهارشنبه

روسيه غواړي چې په منځنۍ آسيا کې خپل نفوذ ډاډه کړي. روسيه همداراز د داعش جنګياليو په وړاندې د اقدام غوښتونکې ده، کوم چې په افغانستان کې په ګڼ تعداد راغونډ شوي دي.

https://p.dw.com/p/41u3x
Russland Afghanistan l PK der Anführer der Taliban-Bewegung in Moskau
انځور: Dimitar Dilkoff/AFP

د مسکو په دغو تازه خبرو کې د چين او پاکستان په ګډون له لسو هېوادونو څخه چارواکي ګډون لري. هغه د طالبانو د واکمنۍ راهيسې يوه تر ټولو مهمه نړيواله غونډه ده چې طالبان پکې اشتراک کوي.

دغه خبرې وروسته له هغې کيږي چې ولسمشر ولاديمير پوتين تېره اوونۍ خبرداری ورکړی وو چې د داعش جنګيالي په افغانستان کې راغونډيږي څو د روسيې په جنوب کې د شوروي په پخوانو جمهوريتونو کې ګډوډي رامنځ ته کړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير، سرګي لاوروف به دغې غونډې ته وينا هم کوي. د طالبانو د پلاوي مشري د دغې ډلې مرستيال لومړی وزير، عبدالسلام حنيفي کوي، چې تېره اوونۍ يې له اروپايي ټولنې او متحده آيالاتو سره هم د خبرو مشري کړې وه. 

تر دې مخکې په انقره کې هم د طالبانو او ترکي چارواکو تر منځ خبرې شوې وې. بروکسل د يو مليارډ يورو مرستو ژمنه کړې څو د »نړيوالې ټولنې له هڅو چې د يوه بشري ناورين مخه نيسي« ملاتړ وکړي. مسکو ويلي دي چې د يوه »ټولشموله حکومت« جوړول هم په اجنډا کې راغلي او وايي چې د خبرو ګډونوال به په پای کې يو ګډ بيان هم خپور کړي.

Russland Afghanistan-Konferenz in Moskau
روسيې د افغانستان د بېلابېلو غونډو کوربتوب کړی دیانځور: Russian Foreign Ministry/AFP

مسکو يو څو ځله لا له طالبانو سره تماس نيولی او په تېرو کلونو کې يې د هغوی د استازو هم کوربتوب کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې طالبان په رسمي ډول په روسيه کې يو تروريستي سازمان بلل کيږي.

 د پوتين په ګډون لوړپوړو روسي چارواکو خبرداری هم ورکړی دی. د روسيې ولسمشر تېره اوونۍ اخطار ورکړ چې د داعش يا اسلامي دولت ډلې تقريبا ۲۰۰۰ جنګيالي د افغانستان په شمال کې سره راټول شوي دي.

د هغه په خبره د داعش مشران غواړي چې خپل جنګيالي ګاونډيو د مرکزي آسيا هېوادونو ته د کډوالو په صفت ولېږي. په افغانستان کې د طالبان د ولکې راهيسې روسيې د پخواني شوروي اتحاد په جمهوريتونو کې پوځي مانورونه په لاره اچولي دي. لاوروف خبرداری ورکړ چې له افغانستان څخه د مخدره توکو قاچاق »بې سارې« کچې ته رسېدلی دی.

سره له دې چې روسي چارواکي له طالبانو سره اړيکې لري، خو مسکو په تېرو څو اوونيو کې ويلي دي چې د طالبانو رژيم به په رسميت ونه پېژندل شي. لاوروف وويل چې »په رسميت پېژندلو باندې بحث نه کيږي او دا خبره په ښکاره ډول بيان شوې ده.«