1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه: ترافیکي پیښه کې ۱۲ تنه مهاجر مړه شوي

۱۴۰۰ تیر ۲۰, یکشنبه

ترکي چارواکو ویلي چې د ترکیې په شرقي برخه کې د افغان، پاکستاني او بنګله دیشي مهاجرینو د انتقال یوه موټر ترافیکه پیښه کړې چې پکې ۱۲ تنه وژل شوي دي. د چارواکو په خبره په دې پیښه کې ۲۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/3wKNn
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی. انځور: DHA

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د جولای میاشتې په ۱۱مه) ترکي چارواکو خبر ورکړ چې د دې هیواد په شرقي برخه کې د مهاجرینو د انتقال یوه موټر ترافیکي پیښه کړې چې پکې ۱۲ تنه مهاجرین مړه شوي او ۲۶ تنه نور ټپیان شوي دي. ترکي چارواکو ویلي چې په دغه موټر کې افغان، پاکستاني او بنګله دېشي مهاجرین سپاره وو.

دوو ځايي سرچینو چې د حادثې په هکله یې معلومات درلودل، د رویترز خبري آژانس ته ویلي چې دغه ترافیکي پیښه د ایران پولې ته څیرمه د ترکیې په شرقي برخه کې پروت د وان ولایت په مرادیه ولسوالۍ کې پیښه شوې. د دوی په خبره، موټر په یوه کنده کې تر لویدو وروسته سوځیدلی دی.

تر اوسه پورې د وژل شویو کسانو د هویت په هکله څه نه دي ویل شوي خو دواړو سرچینو ویلي چې د موټر څښتن نیول شوی دی.

ترکیه د اروپايي هیوادونو له پاره د ناقانونه مهاجرتونو یوه له مهمو لارو شمیرل کیږي. له افغانستان او پاکستان څخه ناقانونه مهاجرین ډیری وخت له ایران څخه پیاده د ترکیې خاورې ته داخلیږي او بیا وروسته د ترکیې آنقرې او یا هم استانبول ښارونو ته ځانونه رسوي.