1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د المپیک کمېټې ۷۰۰ غړي لا په افغانستان کې بند پاته دي»

۱۴۰۰ آبان ۵, چهارشنبه

د المپیک نړیوالې کمېټي ویلي دي چې د دوی شاوخوا ۷۰۰ غړي لا هم په افغانستان کې په خطر کې دي او په دې هیواد کې بند پاته دي. د المپیک کمېټه غواړي له دوی سره د وتلو په برخه کې مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/42ER0
Olympiateam Afghanistan
انځور: Getty Images

د المپیک نړیوالې کمېټې د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د اکتوبر ۲۶مه) وویل چې په افغانستان کې د دې کمېټې ۷۰۰ غړي بند پاته دي او له خطر سره مخامخ دي.

د همدې میلادي کال په سپتمبر میاشت کې د المپیک نړیوالې کمېټې مشر، توماس باخ ويلي ول چې په توکیو کې د المپیک سیالیو ټول افغان لوبغاړي او همدا راز د ۲۰۲۲م کال د ژمنیو المپیک له پاره دوه تنه نور افغانان له دې هیواده وتلي دي.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته او د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګیدو وروسته يو شمېر افغانان له افغانستان څخه ووتل او په نورو هیوادونو کې میشت شول.

د المپیک نړیوالې کمېټې ویلي دي چې «په دوی کې ډېري ښځې او ورزش کاري نجونې دي او همدا راز داسې کسان پکې شامل دي چې د دوی ملاتړ کوي او یا سپورت ته د ښځو لاسرسۍ ممکن کوي.»

د المپیک نړیوالې کمېټې ویلي دي چې دوی په دې برخه کې دوه ډوله همکارۍ کوي: «لومړی دا چې دوی خوندي هیوادونو ته د دوی د ایستلو په برخه کې ټولې هڅې کیږي.» دوهم دا چې د المپیک نړیوالې کمېټې ته خبر ورکړل شوی چې په افغانستان کې د دوی بند پاته غړي په دغه هيواد کې د روان بشري ناورین له کبله د خوړو او جامو له نشتون سره مخامخ دي.»

د المپیک نړیوالې کمېټې په خبره، د قطر ملي المپیک کمېټه په دواړو برخو کې له دوی سره مرسته کوي. د المپیک نړیوالې کمېټې په خبره قطر دوی ته د بشري مرستو رسولو او همدا راز له کابل څخه د وتلو له پاره په لوجیستیکي برخه کې د مرستو ډاډ ورکړی دی.