1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیه کې تر ۱۰۰ ډېر افغان مهاجر نیول شوي

۱۴۰۰ تیر ۳۰, چهارشنبه

د ترکیې چارواکو یو ځل بیا د دې هیواد په وان ولایت کې ډېر ناقانونه افغان مهاجر نیولي دي. د حکومتي چارواکو په خبره په دې پیښه کې ۱۱۳ ناقانونه افغان مهاجرین نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/3xlvY
Migranten an der türkisch-griechischen Grenze
انځور: picture-alliance/AA/S. Coskun

د ترکیې چارواکو ویلي چې د دې هیواد په وان ولایت کې یې یو ځل بیا لسګونه ناقانونه افغان مهاجرین نیولي دي. د ترکیې د دولتي رسنۍ انادولو د معلوماتو له مخې دا ځل د وان په سرحدي ولایت کې یې ۱۱۳ پیاده تلونکي ناقانونه مهاجرین نیولي دي. چارواکو ویلي چې نیول شوي مهاجرین یې اړوندو ادارو ته سپارلي دي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په دغه هیواد کې امنیتي وضعیت خراب شوی چې له کبله یې ډېر افغانان د ایران له لارې ترکیې ته ناقانونه مهاجرت کوي.

د بشري حقونو د فعالینو د اټکلونو له مخې هره ورځ نیږدې ۱۰۰۰ افغان مهاجر له ايران څخه ترکيې ته په ناقانونه توګه اوړي. د اټکلونو له مخې په دترکیه کې له ۳۰۰ نه تر ۵۰۰ زره افغان مهاجرین میشت دي.

زموږ له آرشیف څخه: 

اروپا ته د پاکستانیانو د ناقانونه مهاجرت له خطره ډک سفر