1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانی سياستوال: «آلمان ته د کډوالو د راتګ لاره نور تړل شوې»

۱۳۹۹ دی ۱۳, شنبه

د آلمان د مسيحي دموکرات ګوند مشرۍ ته کانديد سياستوال فريدريش مېرڅ د يونان او بوسنيا له کمپونو څخه د نورو مهاجرينو راوستل او منل رد کړي دي. د هغه په خبره دغه کسان آلمان ته نه شي راتلی.

https://p.dw.com/p/3nSLr
Friedrich Merz CDU
انځور: Peter Steffen/dpa/picture alliance

فريدريش مېرڅ د آلمان د مسيحي دموکرات ګوند مشرۍ ته هم کانديد دی چې په خبره يې «ټوله اروپايي اتحاديه دغه مکلفيت لري چې په بالقان او د يونان په ټاپوګانو کې يعنې په هماغه ځای کې لا له کډوالو سره مرسته وکړي.» نوموړي د فونکه له رسنۍ سره په مرکه کې دا هم ويلي دي چې «دغه بشري ناورين په دې نه شي حل کېدای چې ووايو: ټول دې آلمان ته راشي. دغه لاره نوره پرانيستې نه ده.»

مېرڅ چې پخوا يې د آلمان په پارلمان کې د اتحادي ګوندونو د فراکسيون مشري هم کړې ده، ټينګار وکړ:‌ «آلمان ته د کډوالو راوستل، د حل لاره نه شي جوړېدای.»

«د مهاجرت په موخه سمندر ته ځان سپارل مرگ دی»

مېرڅ د اروپا د يو واحد سياست غوښتونکی دی

د دې پر ځای مېرڅ د اروپا د پناه غوښتنې او کډوالۍ يو واحد او ګډ سياست وغوښت چې «تر پرېکړې، د کډوالو د منلو، وېشلو او ښايي بېرته ستنولو پورې هر څه د اروپا له بهرنيو پولو سره تنظيم شي.»

دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د سمندر د پاسه د کډوالو د ژغورلو پر چارو دغسې يو سياست به څه تاثير لري،‌ مېرڅ وويل:‌ «تر ټولو ښه خبره به دا وي چې دغه انسانان خپل سفر هيڅ‌ پيل نه کړي.» د مېرڅ په خبره اروپا بايد د کډوالو له اصلي او ترانزيتي هېوادونو سره توافق ته ورسيږي څو د دغسې غيرقانوني او خطرناکې کډوالۍ مخه د منشا او اصل په هېوادونو کې لا ونيول شي. د هغه په خبره «کډوالو او قاچاقچيانو ته څرګند پيغام بايد دا وي چې دا يو خطرناک کار دی او هيڅ د کاميابۍ امکان هم نه لري.»

KNA/ن ص/خ ح

زموږ له آرشیف څخه: