1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاآسیا

جرمنیانو د افغانستان څخه د وژل سوو عسکرو یادګاري ډبره یووړه

۱۴۰۰ خرداد ۸, شنبه

د افغانستان څخه د جرمني د عسکرو د وتلو په لړ کي دغه هیواد د خپلو وژل سوو عسکرو د یادګاري څلي ۲۷ ټنه درنه ډبره هم انتقال کړه. په افغانستان کي مجموعأ ۵۳ الماني عسکر وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/3u9HN
Angela Merkel in Afghanistan
زموږ د ارشیف عکسانځور: picture-alliance/dpa

لکه څنګه چي الماني پوځ پرون جمعه خبر ورکړ، دغه د یادګاري څلي ډبره چي په مزار شریف کي د جرمنیانو په مرکزي قرارګاه کي پرته وه، تیره پنجشنبه (د می میاشتي ۲۷ مه) لایپزیک ښار ته راانتقال سوه. دغه ډبره د مزارشریف د مرمل په قرارګاه کي د ۲۰۰۷ م کال راهیسي د جرمني د وژل سوو عسکرو یادګاري څلی ؤ.

تر دې تصمیم وروسته ، چي د جرمني د پوځ ماموریت دي په افغانستان کي پایته ورسیږي، دا فیصله هم وسوه، چي د هغوی د وژل سوو عسکرو څلی دي هم په پوټسدام کي د هغوی د کوماندو د مرکزي قومندانی د «یادګاري څلي»مرکز ته راانتقال سي.

دغه ځای ته په خارج کي د ټولو الماني وژل سوو عسکرو یادګاري څلي راانتقال او د سره ورته یوځای تعینیږي او جوړیږي. په پوټسدام کي د کوماندو د مرکزي قومندانی د عملیاتو قوماندان، اریش پیفر ددغه یادګاري څلي د راانتقال څخه خوښي ښکاره کړه او ویې ویل:« زه خوشاله یم، چي موږ پردغه سخت لوژیستیکي چلنج باندي په ګډه سره بری تر لاسه کړ.هغه نه یوازي د جسامت له لحاظه غټه او درنه وه، بلکي ایډیالستي دروندوالی یې هم درلودی».

آژانسونه/ق.ن/ اا