1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

څېړنه: جادويي مرخېړۍ ښايي د ژور خفګان علاج وي

۱۴۰۰ فروردین ۲۶, پنجشنبه

د لندن د ايمپريل کالج ساينس پوهانو ويلي چې په يو ډول مرخېړيو کې د سېلوسابين په نوم موجود نشه يي مواد کيدای شي د ژور خفګان علايم له منځه يوسي او د ژور خفګان د درملنې له پاره په اغیزناکه توګه وکارول شي.

https://p.dw.com/p/3s3cU
Symbolbild I Magic Mushrooms
انځور: David Herraez Calzada/Zoonar/picture alliance

 د لندن د دې معتبر پوهنتون کارپوهانو څو کلونه په دې اړه څېړنې وکړې چې څرنګه په «جادويي مړخېړيو» کې موجود ګټور مواد د ژور خفګان په درملنه کې مرسته کولی شي.

بريتانوي کارپوهانو د يوې کوچنۍ څېړنې په ترڅ کې اوس موندلې چې د «جادويي مړخېړيو» دغه يو څه نشه يي مواد لرونکی ترکيب د دودیزو درملو په توګه د ژور خفګان ډېر ښه علاج دی.

د ايمپريل کالج ساینس پوهانو ويلي چې سیلوسابین د ژور خفګان په پراخه کچه د کاريدونکي درمل «اسکيتالوپرام» په څېر عمل کوي.

دا موندنې چې د «نيو انګليند ژورنال آف ميديسن» مجله کې خپرې شوي، دا هم ښيي چې جادويي مرخېړۍ د انسان په عمومي روحي وضعيت هم مثبتې اغیزې لرلی شي.

د ايمپريل کالج د رواني ناروغيو د درملو د څېړنیز مرکز مشر روبن کارهارت – هيرس، رويترز خبري آژانس ته وويل: «که د مروجو درملو سره په مقايسه که ورته وکتل شي نو د سيلوسابين په موادو سره درملنه ښايي ډېره ګټه ولري.»

شيدې او مرخيړي د کومو مرضونو درمل کيږي؟

خو کارپوهان وايي چې پر دې پایلو بايد بشپړه تکيه ونه شي او زياتوي چې نورو ډېرو څېړنو ته اړتيا ده ځکه چې دا څېړنې يوازې په ۵۹ کسانو کې چې په شديد او يا معتدل ژور خفګان اخته ول، ترسره شوي دي.

څېړني څرنګه ترسره شوې وې؟

ګډونوالو ته د سیلوسابين او اسکيتالوپرام يو مناسب ډوز او يا پلاسيبو يا هغه دوا چې هیڅ اغیز نه لري، او يا د سلوسابين ډېر کم مقدار ورکړل شوی وو او بیا د مختلفتو موضوعګانو لکه خوب، توان، اشتها، حوصلې او مزاج او د ځان وژنې د فکرونو په اړه پوښتل شوي ول.

دا لومړۍ څېړنه ده چې د شپږو اوونيو په موده کې پکې د دې موادو او د دودیزو درملو اغیز په موازي ډول وآزمويل شو. کله چې د کار، ټولنیز فعاليت، د ښه مراج او د خوښ اوسيدو د وړتيا کچه اندازه کړل شوه، نو د سیلوسابين ترکيب ډېري ښې پايلې لرلې.

Symbolbild I Magic Mushrooms
په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰م لسیزو کې د ساتیري له پاره د مخدره موادو لرونکو بوټو استعمال چې جادويي مرخېږۍ هم پکې شامل دي، منع شوی وو.انځور: Richard Vogel/AP/picture alliance

د سيلوسابين په ډله کې په کابو ۷۰ فيصدو کې او د اسکيتالوپرام په ډله کې په ۴۸ سلنه کې د ژور خفګان په کچه کې لږ تر لږه ۵۰ کمښت وليدل شو.

د رواني ناروغيو د درملنې له پاره څه معنا؟

خو کارهارت – هیرس خبرداری ورکوي چې دا لا لومړني نتایج دي او د ژور خفګان ناروغان دي په خپل سره جادويي مرخېړي نه کاروي. هغه وويل: «دلته کیدای شي په قضاوت کې يوه سهوه رامنځته شوي وي.»

په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰م لسیزو کې تر لومړيو څېړنو وروسته د ساتیري له پاره د مخدره موادو لرونکو بوټو استعمال چې جادويي مرخېږۍ هم پکې شامل دي، منع شوی وو. د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې یې روزل او کارول اوس هم منع دي.

مرخیړي زهرجن مواد له منځه وړي

خو پر دې موادو دا تازه څېړنه په ځانګړو تر نظارت لاندې شرائطو کې چې دوو ډاکترانو يې څارنه کوله په لابراتوار کې د دغه موادو په منظم شوي مقدار سره ترسره شوه.

په ۲۰۱۶م کال کې هغوی يوه کوچنی څېړنه خپره کړه چې پکې ښوول شوي ول چې د سيلوسابين مواد د «treatment-resistant depression» يا د درملو په مقابل کې د مقاوم ژور خفګان په برخه کې هم مرسته وکړای شوه.