د جرمني او پاکستان خارجه وزیران په برلین کي سره ګوري
۱۴۰۰ فروردین ۲۳, دوشنبهاعلان
دا په تيرو ۹ کلونو کي جرمني ته د يوه لوړپوړي پاکستاني ډیپلوماټ لومړی سفر دی. د جرمني د حکومت د یوه ویاند د معلوماتو پراساس به د هغوی د خبرو یوه مهمه اجنډا د جرمني او پاکستان د ډیپلوماتیکي روابطو ۷۰ یمي کلیزي په باب وي.
پردې سربیره به هغوی د دوه اړخیزه اقتصادي، سیاسي، امنیتي سیاست او منطقې د اقتصادي حالت په باب هم خبري سره وکړي.
قریشي د ۲۰۱۹م کال په مارچ کي هم په اسلام اباد کي د هایکو ماس سره لیدلي وه. ماس هغه وخت د پاکستان د رقیب هندوستان سره د تشنج د کمیدو په لار کي کوښښ کړی ؤ.
ماس همدارنګه ویلي دي، چي پاکستان د افغانستان د ثبات په مسأله کي مهم رول لري او په دې موضوع کي به هم هغوی خبري سره وکړي.