لوفتهانزا ۳۳ زره پروازونه لغوه کړي دي
۱۴۰۰ دی ۳, جمعهد آلمان د هوانوردۍ شرکت «لوفتهانزا» د ژمي په موسم کې د خپلو پلان کړو پروازونو څخه ۳۳ زره یي لغو کړي دي. په بل عبارت دغه شرکت خپل د مجموعي پلان کړو پروازونو نږدې ۱۰ سلنه یې لغوه کړي دي.
د دغه شرکت یوه چارواکي کارستین سپوهر، د فرانکفورت یوه سیمه ایزې ورځپاڼې ته ویلي دي چې په ځانګړي توګه د جنوري مياشتي له نیمایي څخه د فبرورۍ په منځ کې د ټکټونو بُکنګ یا خریدارۍ په برخه کې هم ډیر زیات کمښت لیدل شوی دی.
دغه چارواکي وویل: «تر ټولو مهمه خبره دا ده چې موږ په آلمان، سویزرلینډ، اتریش او بیلجیم کې په خپلو داخلي بازارونو کې د مسافرو د کمي احساس کوو، ځکه دغه هیوادونه د وبا له څپې څخه تر ټولو ډیر اغیزمن شوي دي.»
سپوهر وویل چې د کرونا وبا له څپې مخکې د ۲۰۱۹م کال په پرتله اوس یوازې ۶۰ سلنه پروازونه ترسره کیږي او د مسافرو شمیر هم نږدې نیمایي ته راټيټ شوی دی.
ډېر پروازونه د پیلوټانو د ناروغه کیدو له امله هم لغوه شوي دي. خو مسئولینو دا نه دي ویلي چې ناروغه شوي پیلوټان د عادي کرونا ویروس یا یي هم پر نوي بڼې د اخته کیدو له امله اغیزمن شوي دي.
د رپوټونو په حواله د امریکا د یونایټیډ او دیلتا هوایي شرکتونو په څیر کمپنیو پيلوټان او نور پرسونل د ناروغه کیدو له امله د خپلو ۹۰ زرو تر ۱۲۰ زرو پورې پروازونو لغوه کولو ته اړ شوي دي.
د نړۍ په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم هوایي شرکتونو د کریسمس په رخصتیو کې د تقاضا د کمیدو له امله اړشوي دي خپل پروازونه راکم کړي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز