آیا له طالبانو سره په بادغیس ولایت کې اوربند شوی؟
۱۴۰۰ تیر ۲۵, جمعهد افغان حکومت یوه لوړپوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۱۵ نیټه) ویلي دي چې په بادغیس کې د طالبانو له لورې پرله پسې بریدونو جریان درلود، خو اوس له دغې ډلې سره پر اوربند سلا شوي دي.
د بادغیس والي حسام الدین شمس په دې اړه د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: «د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ له نن سهار لسو بجو څخه اوربند نافذ دی. دغه اوربند د قومي مشرانو په منځګړیتوب رامنځته شوی دی.»
د رپوټونو په حواله طالبانو د بادغیس مرکز قلعه نو محاصره کړی وو او د دغه ښار تر خپل کنترول لاندې راوستلو له پاره یې د برید نیت درلود. خو قومي مشرانو د وینې توېدنې د مخنوي له پاره هڅې پيل کړې او په موقتي ډول یو اوربند رامنځته شو.
تر اوسه پورې په دې ارتباط د طالبانو له خوا په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي. خو ځینو سرچینو د طالبانو په حواله ویلي دي چې د اوربند هیڅ ډول کوم تړون نه دی رامنځته شوی، البته د دې له پاره چې وینه توېدنه رامنځته نه شي طالبانو پر ښار برید ونه کړ.
د سولې مذاکرات
په همدې منځ کې پاکستان د جولای له ۱۷ تر ۱۹ نیټې پورې د افغان سولې کنفرانس د کوربه توب اعلان کړی دی. تمه کیږي چې یو شمیر افغان سیاستوال به په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي، خو د سولې له پاره د افغانستان حکومت پلاوی د اسلام آباد پر ځای د دوحې پر لور روان شوی دی.
له تیر یوه کال راهیسې په قطر کې د افغان سولې په اړه خبرې اترې روانې دي، خو تر اوسه پورې یې کومه ملموسه نتیجه نه تر سترګو کیږي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز