1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيې اروپايي ټولني ته د نويو تحريمونو په اړه خبرداری ورکړی

۱۳۹۹ اسفند ۴, دوشنبه

په اروپايې اتحاديه کي د روسيې سفير ولاديمیر چيږوف له دغي ټولني څخه غوښتي دي چي پر هیواد يې له تحريمونو څخه ډډه وکړي. پر پوتين د انتقاد کوونکي ناوالني محاکمې د اروپايې اتحاديې او روسيې تر منځ سياسي ناندرۍ راپورته کړي دي.

https://p.dw.com/p/3phTY
Nemtsova: Interview mit Wladimir Tschischow
انځور: DW/Nemtsova

اروپايي ټولنه په پام کې لري چې له الکسي ناوالنی سره د روسيې د برخورد په اړه پر دغه هيواد باندي نوي بنديزونه ولگوي. الکسي ناوالنی د پوتين سرسخت مخالف دی. روسيې د دغو احتمالي بنديزونو په اړه اروپايي ټولني ته خبرداری ورکړی دی.

په اروپايي ټولنه کي د روسيې سفير ولاديمير چيږوف له آلمانۍ ورځپاڼي »دي ولت« سره په خبرو کي ټينگار کړی دی چي هغه اوس په دې اړه څه نسي ويلای چي آيا اروپايي ټولنه به په رښتيا هم »د روسيې پر وړاندي د يو اړخيزو او غيرموجه بنديزونو« يو بل دور پيل کړي.

چيږوف زياته کړه چي هغه ته دا روښانه ده چي اروپايي ټولنه په تيرو کلونو کي »په بې اساسه تورونو سره« په سيستماتيکه توگه له روسيې سره د اړيکو د پراختيا خنډ سوې په داسي حال کي چي روسيه »يو د اعتماد وړ شريک« دی چي همکاريو ته دروازه نه تړي.

د ديپلوماتانو د څرگندونو له مخي، پتېيل سوې ده چي د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو وزيران به د دوشنبې په ورځ پر روسيې باندي د بنديزونو په اړه يوې سياسي پريکړي ته سره ورسیږي، خو دا چي بنديزونه به څه ډول وي وروسته به کار پر وسي.

Russland | Moskau | Russischer Oppositionspolitiker Alexej Nawalny vor Gericht
ناوالني په مسکو کې د محاکمې پر مهالانځور: Vladimir Gerdo/TASS/dpa/picture alliance

اروپايي ټولنه غواړي چي په لومړي ځل د بنديزونو لگولو نوې قاعده د بشري حقونو د ترپښو لاندي کولو پرضد وکاروي.

د نويو احتمالي بنديزونو لگولو دليل د کرملين منتقد الکسي ناوالني بندي کول او د هغه په ملاتړ مظاهره کوونکو سره برخورد بلل سوی دی.

د دوشنبې په ورځ په مسکو کي يوې محکمې ناوالنی په دوه نيم کاله بند محکوم کړ. او پر دې سربيره هغه د دوهمي نړيوالي جگړې يوه عسکر ته د توهين په خاطر ۹۵۰۰ يورو جريمه هم سو.

ناوالنی د روان کال په جنوري مياشت کي له آلمان څخه مسکو ته له رسېدو سره سم ونيول سو.