1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کې د ښځو ورزشي کلب

۱۳۹۹ مهر ۳, پنجشنبه

په کندهار ولايت کې فعالې مريم درانۍ چې له لسیزو راهيسې د ښځو د حقونو څخه دفاع کوي، په دغه ولايت کې د ښځو د لومړي ورزشي کلب بنسټره هم ده. هغه وايي چې يوازینۍ هیله یې داده چې په ټولنه کې ښځو ته د انسان په سترگه وکتل شي.

https://p.dw.com/p/3ivZ2
Afghan women exercise in a fitness gym in Kandahar
انځور: REUTERS

په کندهار ولايت کې فعالې مريم درانۍ چې له لسیزو راهيسې د ښځو د حقونو څخه دفاع کوي، د هغوی له پاره د ورزش يو نوی کلب پرانيستی دی. هغه وايي چې يوازینۍ هیله یې داده چې د افغانستان په ټولنه کې ښځو ته د انسان په سترگه وکتل شي.

۳۶ کلنه مريم چې يوه سرسخته فعاله ده، له کلونو راهيسې په کندهار کې د ښځو د حقونو له پاره مبارزه کوي. هغه د ښځو يوه راډيو چلوي او په ولايتي شورا کې یې د ښځو استازيتوب هم کړی دی. نوموړې ته په ۲۰۱۲م کال کې د خپلو هلو ځلو له کبله د امريکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ميرمن ميشل اوباما له خوا  «د ښځو د زړورتيا» مډال هم ورکړل شوې وو.

تیر کال میرمن درانۍ په کندهار کې د میرمنو له پاره د سپورت لومړی کلب پرانیست چې هره ورځ ورته کابو ۵۰ ښځې ورځي.

Afghan women exercise in a fitness gym in Kandahar
د کندهار د ښځو ورزشي کلبانځور: REUTERS

نوموړې په دې هکله وايي: «د ښځو غبرگون ډېر مثبت وو ځکه چې دوی دې [د ورزش کلب] ته اړتيا لرله.» هغې د کلب له يو ډله ښځو سره تر تمرين وروسته زياته کړه: «خو کوم څه چې ډېره وځورولم هغه د نارينه وو غبرگون وو. هغوی زموږ د کلب په اړه ډېر منفي غبرگون وښود او آن زما سپکاوی یې وکړ، ځکه فکر یې کاوه چې زموږ د سپورت دا کلب د شريعت سره په ټکر کې دی.»

د امريکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د امريکايي ځواکونو د وتلو تړون په افغانستان کې ډېری ښځې سختې انديښمنې کړې دي. همدا راز هغوی اوس په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په اړه هم انديښمنې دي او ويره لري چې دغه وسله واله ډله به د رسمي سياسي چينلونو له لارې خپل نفوذ وکاروي.

کله چې طالبان د ۱۹۹۶م او ۲۰۰۱م کال ترمنځ په واک کې ول، د ښځو پر زده کړو او کار یې بندیز لگولی وو او آن هغوی د کورنۍ د يوه نارينه غړي له بدرگې پرته له کوره د وتلو اجازه نه لرله.

Afghan women exercise in a fitness gym in Kandahar
د کندهار د ښځو په ورزشي کلب کې ښځې په ورزش بوختې ديانځور: REUTERS

يادې ډلې په دې وروستيو کې که څه هم چې ډاډ ورکړی چې په دې اړه یې نظر تغير کړی دی خو ښځې بيا هم شکمنې دي. درانۍ په دې اړه وايي: «زموږ يوازینۍ انديښنه د ښځو په اړه د هغوی له نظر څخه دا ده چې ښځو ته به څومره آزادي ورکړي او کوم محدويتونه به پرې ولگوي.»

خو مريم درانۍ اوس خپل ټول تمرکز د کلب پرهغو یو شمیر ښځو کوي چې د کور چارې پر مخ وړي او د کار له پاره له کوره وځي. هغه زياتوي: «زما يوازنۍ هیله داده چې په دې ټولنه کې [ښځو ته] راته د انسان په توگه وکتل شي.»