1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان د کابل هرات لویه لار بيارغوي

۱۴۰۱ مرداد ۷, جمعه

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی دی چي د دغې لوي لارې د جوړیدو چارې ېي پیل کړي او لمړۍ به د کندهار– زابل او زابل– کابل ترمنځ لویه لاره ورغوي او وروسته به د هرات څخه تر کندهاره د دغي لوي لارې د جوړیدو چارې پیل کړي.

https://p.dw.com/p/4ErVq
Rückgang des pak-afghanischen Geschäfts
انځور: Faridullah Khan

 دا په افغانستان کې تر ټولو لویه لاره ده چې په تیرو شلو کلونو کې د سختو جګړو او د طالبانو د بریدونو له امله خرابه سوې وه .

د کابل – کندهار لويه لار چي د ورځې ورباندې په زرونو موټر تګ راتګ کوې يوه تر ټولو ويجاړه لويه لار ګڼل کېږي او تر۲۰۰ زیات پلونه ېي هم ویجاړې سوي دې.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند حمیدالله مصباح دویچه ویله ته وویل چې دوی د کندهار-کابل د لويي لاري د جوړیدو چارې پیل کړې او هڅه به وکړې چې په راتلونکو پنځو میاشتو کې دغه لویه لاره و رغوي.

هغه وویل: «اوس موږ له کندهار څخه تر زابل پورې د دغي لويي لاري ټول پلونه، پلچکونه او ځینې ځایونه ټوله لاره رغوو او د ځینو نورو بیا رغونه کوو  تر څو لویه لاره سمه سي.»

هغه زیاته کړه: «د دغه سړک له پاره موږ داسې مشخصه بودیجه نه ده بیله کړې، خو د وزارت پخپل لګښت او د وزارت د ماشینرۍ، انجینرانو او کاریګرو څخه به په ولایتونو کې استفاده وکړو، هر څومره پیسې چې پري مصرف کیږي امارت ژمن دي چې دغه لویه لاره به بیرته له سره رغوي.»

د ټولګټو چارو وزارت واېي چې هڅه کوې په راتلونکو پنځو میاشتو کې د دې لويي لاري د رغونې چارې بشپړې او له هغې وروسته به له هرات څخه تر کندهاره لویه لار ځینو شرکتونو ته ورکړې تر څو بیا ېي ورغوې: »په هیواد کې دننه د ځینو ولایتونو تر منځ د لویو لارو، پلونو او پلچکونو رغونه هم دوام لري.«

بل لورې ته د کابل -کندهار لويي لارې پرسر موټر چلونکې وایی چې ډیر خوښ دې چې دغه لویه لاره له سره په اساسې توګه ورغول سي.

د کابل – هرات  ترمنځ د تراسنپورټې شرکت یو مسول غلام فاروق دویچه ویله ته وویل چې له کابل تر کندهاره د لس ساعته لاره اوس په ۲۱ ساعتونو باندې طي کوي: »لویه لاره ټوله خرابه سوې، پلچکونه لمنځه تللې او ترافیکې پیښې هم پکې زیاتي کيږي. د لويي لارې د خرابیدو او زیات مزل له امله موږ له کابل څخه تر هراته پوري له هر کسه ۱۷۰۰ افغانۍ کرایه اخلو چې دا کرایه مو مخکې۱۱۰۰ افغانۍ اخیستل.

فیض محمد همدرد چې د زابل او کابل ترمنځ موټر چلوي دویچه ویله ته وویل چې هره ورځ يې موټر پر همدې لار عوراض پیدا کوي، خو که چیرې لویه لاره ورغول سي، نو له دغي ستونزي به خلاص سي: «موږ د اوسنې دولت څخه غواړو چې دا سړک راته جوړ سي او خلک د دې لوي لارې رغیدو ته اوس سل په سله کې خوشحاله دي، ځکه دوي وایئ ښه رفت و امد به وکړو او د مشکلاتو څخه به خلاص سو.»

د کابل – هرات لويه لار چې د افغانستان د حلقوي سړک مهمه برخه ده، شاوخوا ۹۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري چې د کابل- کندهار او  کندهار- هرات د افغانستان له مهمو لویو لارو څخه  شمېرل کېږي او له دې لار د مسافرو پر تګ-راتګ سربيره د سوداګریزو توکو په لېږد-رالېږد کې هم ډېره ګټه اخيستل کیږي.

صفت الله زاهدي