1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل کې د امن او ثبات کنفرانس، اغیز به یې څه وي؟

۱۳۹۹ اسفند ۱۷, یکشنبه

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، کنفرانس یې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته په شته ناامنیو د خبرو اترو په موخه رابللی. په دغه کنفرانس کې به څه پریکړې وشي؟

https://p.dw.com/p/3qK4t
Afghanistan Ratsversammlung Loya Jirga Kabul
په کابل کې د ۲۰۱۳م کال د لويې جرګې انځور - آرشیفانځور: MASSOUD HOSSAINI/AFP/Getty Images

افغان پلازمینه کابل کې نن یک شنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ ۷مه) د امن او ثبات دوه ورځنی کنفرانس د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب په وینا پرانېستل شو.

ښاغلي محب وویل، روانه جګړه کورنۍ نه ده، بلکې بهرني عوامل هم لري.

د محب پروینا اوس د سولې لپاره غوره فرصت رامنځته شوی، خو یواځې طالبانو سره خبرې هم دلته ټیکاؤ نه شي راوستی. د هغه په خبره « باید پر دې فکر وشي چې ټولو پښتنو ته سوله او دایمي ثبات راولو.»

د دغه جګپوړي افغان چارواکي په خبره په دې سیمه کې یواځې د یوې پنځوس کلنې تګلارې په مټ امن او ټیکاؤ راتلی شي.

پر افغانانو تپل شوې جګړه

د امن او ثبات تر سرلیک لاندې کنفرانس ته له پښتونخوا او بلوچستان څخه هم سیاستوال او فرهنګیان رابلل شوي. دد ې غونډې د ډيری ویناوالو د وینا ګډ ټکی دا ؤ چې جګړه پردۍ او قربانیان یې یواځې افغانان دي.

سردار حسین بابک چې له بلوچستانه یې په دغه کنفرانس کې ګډون کړی وویل: «افغان جګړه له بهره تپل شوې جګړه او د افغانانو نسل وژنه ده، چې باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي.»

په همدې توګه د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم هم وویل، افغانستان کې څلویښت کلنې جګړې د دې هیواد ډير بنسټونه ویجاړ کړي او دا جګړه هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي.

آیا حکومتونه به د کنفرانس پریکړې ومني؟

د کنفرانس یوه بله ګډونواله له پښتونخوا راغلې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې لایبه یوسفزۍ ده.

دې دویچه ویله سره په خبرو کې د کنفرانس په ویناوالو نېوکه وکړه چې ډيرو یې د جګړې په "تېر" خبري کولې، په داسې حال کې چې ددې سیمې د جګړې ختمولو بنسټیز حل په کار دی.

د اغلې یوسفزۍ پروینا دغه څلویښت کلن جنګ په یوې یا دوو جرګو جوړولو سره پای نه مومي: «په خلکو کې باید ملي شعور پيدا کړای شي چې د چا په لاس کې ونه لوبیږي، بله خبره دا ده چې دا جرګې باید دوام وکړي او په دې جرګو کې پوه خلک ښځې او سړي باید ګډون وکړي چې دې جګړې ته د حل بنیادي لار وګوري.»

Afghanistan Kabul Loja Dschirga
د آرشیف انځورانځور: DW/H. Sirat

د دې پښتنې سیاستوالې پروینا، دغسې غونډو کې باید د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه هم ګډون ولري او هغوی ته هم باید د دې جګړې د ختمولو په اړه قناعت ورکړل شي.

د چارو کتونکي سره له دې چې ددې ډول جرګو او ناستو جوړول د سلا مشورو او سوداګریزو چارو پراختیا لپاره ګټورې بولي، خو وايي پر حکومتونو یې د پریکړو منل اسان نه دي.

سیاسي شنونکي ډاکټر کمال سادات دویچه ویله ته وویل: «کنفرانس ښه دی خو پریکړې او سلا مشورې یې په چا مني او دا یو سوال دی چې حکومتونه به یې پریکړې ومني؟»

څرګنده نه ده چې پاکستان حکومت به د دغه امن کنفرانس پریکړو ته څه غبرګون ولري، خو د افغان حکومت په استازولۍ حمدالله محب وویل، چې ددې ناستې پریکړه لیک باید تش یو پیغام نه وي: «د دې کنفرانس پریکړه لیک باید مونږ ته یو لارښود وي، ولس له دې بدبختیو راوتو لپاره څه فکر لري؟»

دا لومړی ځل نه دی چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړې سیاستوال او قومي مشران سره جرګه کیږي، بلکې تردې وړاندې هم ورته غونډې او کنفرانسونه جوړ شوي.

خلک وروسته له هغې ددغسې کنفرانسونو پرپایلو لاډیر بې باوره شوي چې په تېر ۲۰۰۷ میلادي کال کې ان د حکومتونو په کچه د امن جرګه راوبلل شوه.

هغه مهال د پاکستان د وخت ولسمشر پرویز مشرف او پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امن ګډې جرګې ته د ویناوو پرمهال سیمه کې د ټیکاؤ سترې ژمنې کړې وې.

هغې جرګې د ټيکاو د ټينگښت لپاره، له افغان او پاکستاني حکومتونو غوښتي ول چې د نړيوالې ټولنې په مرسته دې په ناامنه او جگړه ځپلو سيمو کې د خلکو د اقتصاد د ودې لپاره د بيارغاونې بنسټيزې پروژې پيل کړي، خو له هغې جرګې شاوخوا ۱۴ کاله وروسته پر ډیورنډ کرښه اغزن تار تېر شو چې له امله یې د دې کرښې دواړو غاړو اوسېدونکو سوداګرو او ان د ناروغانو تګ راتګ هم ستونزمن شوی.

اسماعیل شاکر – کابل