په کابل کې د ماين چاودنه؛ سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې
۱۴۰۰ فروردین ۱۵, یکشنبهاعلان
د کابل د پوليسو ویاند، فردوس فرامرز، وويل چې دغه چاودنه نن یکشنبه سهار، د پغمان ولسوالۍ اړوند په قرغې سیمه کې شوې ده.
د کابل پوليس زیاتوي چې دغه چاودنه هغه مهال وشوه چې د ملي پوځ يو رينجر موټر پر سړک يو ځای پرځای شوي ماین باندې وخوت.
د دغې پیښې مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. د یادونې ده چې د څو مياشتو راهیسې په کابل او د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د ماينونو د چاودنې او د ناامنيو پیښې د پخوا په پرتله ډيرې شوي دي. په قرغه کې ننۍ چاودنه داسې مهال شوې چې نن د اپريل مياشتې په څلورمه نېټه د ماينونو له خطرونو سره د مبارزې نړيواله ورځ هم ده.