1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا ګانګرس د جو بايدن بريا تاييد کړه

۱۳۹۹ دی ۱۸, پنجشنبه

د امريکا سنا او کانګرس د ولسمشر په توگه د جو بايدن بريا تاييد کړه. په امريکا کي د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته دغه ډول رسمي تاييد د ترمپ د پلويانو له خوا له تشدده ډکو مظاهرو تر سيوري لاندي ترسره سو.

https://p.dw.com/p/3nd94
US-Capitol | Wiederaufnahme der Sitzung | Nancy Pelosi
انځور: Jim Lo Scalzo/REUTERS

د امريکا کانګرس دواړو مجلسونو د رايه ورکوونکو ټولي رايي او په دې ډول يې د امريکا د راتلونکي ولسمشر په توګه د جو بايدن انتخابيدل په رسمي ډول تاييد کړل. ۷۸ کلن بايدن د انتظار سره سم ۳۰۶ رايي او دونالد ترمپ ۲۳۲ رايي ترلاسه کړي وي.

د جمهوري رياست اوسني مرستيال مايک پينس د دواړو مجلسونو د ګډي جلسې وروستۍ رسمي نتيجه اعلان کړه. اوس نو په رسمي ډول روښانه سوه، چي چا د جمهوري رياست انتخابات ګټلي دي.

ترمپ د دندي د «منظم» ورسپارلو ژمنه وکړه

د امريکا کانګرس له خوا په رسمي ډول د جمهورريس په توګه د جو بايدن تر تاييد وروسته، ترمپ د جمهوري رياست د رسنيو د معلوماتي او اجتماعي مسايلو مرستيال، دان سکيفينو ته خبر ورکړ چي هغه به نور د دندي د ورسپارلو پر وړاندي مقاومت ونه کړي. په تويتر کي خپور سوي دغه خبر کي راغلي چي د وظيفې ورسپارل به د جنورۍ پر ۲۰مه په منظم ډول ترسره سي، خو د جمموري رياست د انتخاباتو نتايج به بيا هم ونه مني.

USA Wilmington Rede Joe Biden
جو بایدنانځور: Mark Makela/Getty Images

تر دې مخکي د امريکا د پارلمان مخ ته داسي صحنې رامنځته سوې چي تر اوسه يې ساري نه درلود. په پايتخت واشنګټن کي د دونالد ترمپ د قهرجنو پلويانو مظاهرو زور واخيست او د يو څو ساعتونو له پاره يې د پارلمان په ودانۍ کي ګډوډي رامنځته کړه.

د کانګرس دواړه مجلسونه مجبور سول خپلي جلسې قطع کړي، د پارلمان صالونونه خالي کړای سول او وکيلان خوندي ځايونو ته انتقال سول. څو ساعته وروسته کانګرس خپلو مشورو ته بيرته په جدي ډول سره ادامه ورکړه او د ترمپ کامله ماته يې اعلان کړه.

د امريکا راتلونکي ولسمشر جو بايدن دغه کار پر ديموکراسۍ باندي حمله وبلله او وې ويل «پر ودانۍ باندي حمله کول، هنداري ماتول، دفترونه اشغالول، د امريکا متحده ايالات سنا اشغالول او په دې ډول د انتخاب سوو سياستوالو تهديدول، مظاهره نه ده. دا بغاوت دی.»

دا کار همدارنګه نړيوال غبرګونونه او انديښنې هم رامنځته کړې. د اروپايي ټولني د پارلمان او اروپايي کميسيون تر څنګ د جرمني او د سيمي د هيوادونو نورو حکومتي مشرانو هم له دې امله سخته انديښته څرګنده کړې ده. د جرمني خارجه وزير هايکو ماس په تويتر کي ليکلي : «د ديموکراسۍ دښمنان به له واشنګټن څخه دغه ډول رامنځته سوو صحنو په ليدو سره خوشاله سي. ترمپ او د هغه پلويان بايد بلاخره د امريکا د اولس پريکړه ومني او له دې څخه ډډه وکړي، چي ديموکراسي تر پښو لاندي سي.»