1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یاغیان: پر سعودي عربستان مو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړي

۱۴۰۰ فروردین ۲۳, دوشنبه

د یمن د حوثي یاغیانو په حواله هغوی بیا د سعودي عربستان پر تیلو او نظامي تأسیساتو باندي د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي. هغوی په جده او جبیل ښارونو او همدارنګه جنوب کي هدفونه ویشتلي دي.

https://p.dw.com/p/3rt1V
Jemen I Schwere Gefechte in Sanaa
انځور: Hani Al-Ansi/dpa/picture alliance

د حوثي یاغیانو نظامي ویاند، جهجه ساري نن دوشنبه(۲۰۲۱م کال د اپریل ۱۲) خبر ورکړ چي هغوی د سعودي عربستان پر سرحدي ښارونو، جده او جبیل باندي د لسو بې پیلوټه الوتکو په واسطه بریدونه کړي او ددغه هیواد په جنوب کي یې هم د پنځو بې پیلوټه الوتکو پروازونه کړي او همدارنګه یې دوه بالسټیکي توغندي پرې فیر کړي دي.

د هغوی په خبره دغه حملې پرون یکشنبه ماښام شروع او تر نن سهاره پوري یې دوام درلودی. سعودي عربستان تر اوسه پوري د دغو حملو په باب څه نه دي ویلي.

سعودي عربستان شپږ کاله دمخه له خپلو متحدینو سره د حوثي یاغیانو پرضد نظامي عملیات شروع کړل. د سعودي شاهي خاندان ګومان کوي چي حوثي یاغیانو د دوی پرضد د هغه د دښمن ایران سره یو اتحاد جوړ کړی دی.

حوثي یاغیان په دې منځ کي د یمن د جنګ ځپلي هیواد لویه برخه تر خپل کنټرول لاندي لري چي پلازمېنه صنعا هم پکښې شامله ده.

په همدې حال کي په دا لنډ وخت کي سعودي عربستان د یمن په شخړه کي د یوه نوي سیاسي ابتکار د یوې برخي په حیث د یوه عاجل اوربند غوښتنه کړې ده.

خو حوثي یاغیانو د اوربند خبره رد کړې او ویلي يې دي چي سعودي عربستان باید سمدستي پر یمن باندي حملې بندي او همدارنګه پر دغه هیواد باندي بحري او هوايي تحریم پای ته ورسوي. هغوی په تیرو اونیو کي حتی پر سعودي عربستان باندي خپلي حملې ډیري کړی هم دي.