1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيل له پنځم اسلامي هیواد سره د توافق په هڅه کې دی

۱۳۹۹ دی ۴, پنجشنبه

اسرائيل په دې هڅه کې دی چې ډير ژر له پنځم اسلامي هیواد سره د مناسباتو د عادي کيدو توافق لاسليک کړي. تمه ده چې دغه اقدام به د ترمپ دورې تر پای ته رسيدو دمخه وشي.

https://p.dw.com/p/3nBJM
Israelische Flagge
انځور: picture alliance / NurPhoto

عربي متحده اماراتو، بحرين، سودان او مراکش روان کال د سپينې ماڼۍ په منځګړيتوب له اسرائيل سره د مناسباتو د عادی کیدو توافقات لاسلیک کړل. رويټرز خبري آژانس لیکلي دي، اوس ویل کيږي چې اسرائيل به له پنځم اسلامي هيواد سره هم ورته توافق وکړي.

د اسرائيل د سیمه ايزو روابطو د چارو وزير، اوفير اکونیس، د اسرائيلي تلويزيون (واي نيټ) د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا له پنځم هيواد سره به د اسرائيلو د مناسباتو د عادي کيدو توافق د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ د دوري تر ختميدو د مخه وشي، وويل:«موږ پر همدې لاره لګيا يو کار کوو.» ترمپ به د جنوري مياشتې پر ۲۰مه نيټه د امریکا د ولسمشرۍ څوکې پريږدي.

اسرائيلي وزير زياته کړه: «زه په دې باور یم چې ... د امريکا له لوري به له يو بل هیواد سره د اسرائيل د مناسباتو د عادی کيدو توافق اعلان شي. داسې توافق چې په اصل کې د سولې له پاره يو بنسټيز توافق دی.»

حکومتي چارواکو ويلي دي چې دوی په دې هڅه کې تر څو ډير هيوادونه اسرائيل په رسميت وپيژني او يا ورسره خپلې اړيکې ښې کړې.

آکونیس وويل، د راتلونکي هيواد له پاره چې اسرائيل ورسره د مناسباتو د عادي کيدو توافق وکړي، دوه انتخابونه موجود دی. هغه دغه دوه هیوادونه مشخص نه کړل، خو زیاته یې کړه چې کیدای شي يو يې په خلیج کې د عمان هيواد وي، خو سعودي عربستان به نه وي. اسرائيلي وزير د دوهم هیواد په اړه وویل چې په ختيځ کې يو لوی اسلامي هیواد دی، خو هغه پاکستان نه دی.

اندونیزیا چې تر ټولو ډير نفوس درلودونکی اسلامي هیواد دی، تیره اوونۍ يې ويلي ول چې دوی به اسرائيل تر هغه وخته چې د فلسطين غوښتنې يې نه وي منلي په رسميت ونه پيژني. مالیزيا هم ورته دريځ لري.

د مالیزیا د بهرنيو چارو وزير مرستيال، قمرالدين جعفر، د چهارشنبې په ورځ د دغه هیواد سنا ته وویل: «د فلسطين په اړه به د مالیزیا په دریځ کې بدلون رانشي.» خو هغه زیاته کړه چې کولالمپور به له اسرائيل سره د نورو هیوادونو په تصميمونو کې مداخله ونه کړي.

ډاګه هم په دې تړاو علاقمندی نه لري. رويټرز خبري آژانس د بنګله دیش د بهرنيو چارو وزارت د يوه چارواکي له قوله لیکی چې هيواد يې له اسرائيل سره د ديپلوماتيکو اړيکو رامنځ ته کیدو سره علاقمندي نه لري. دغه چارواکي ويلي دي: «زموږ دريځ پر خپل ځای پاتی دی.»

عمان د امریکا متحده ايالاتو له خوا د دغه ديپلوماتيک اقدام ستاينه کړې، خو له اسرائيلو سره د مناسباتو د رامنځته کیدو په اړه يې څه نه دي ويلي.

فلسطينیان چې له اسرائيل سره يې مذاکرات په ۲۰۱۴م کال کې متوقف شول، د اسرائيل او هیوادونو ترمنځ د مناسباتو عادي کيدو ته انديښمن دي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.