ایران په افغانستان کي د اوضاع څخه اندیښمن دی
۱۴۰۰ مرداد ۱۹, سهشنبهدغه خبره نن دوشنبه (د اګست میاشتي لسمه) د ایران د خارجه وزارت ویاند، سعید خطیب زاده په تهران کي وکړه. د هغه په خبره سیاسي اختلافات باید بی له د خارجیانو د مداخلې او یوازي د داخلي اړخونو ترمنځ د مذاکراتو د لاري او د طالبانو په ګډون حل سي. زياته سوي تهران حاضر دی، چي د سیمه ایزي ګډي همکارۍ په چوکاټ کي کومک وکړي.
د بلي خوا بیا په ایران کي د دې پرسر اختلاف موجود دی، چي حکومت د طالبانو سره څه ډول رفتار وکړي، خصوصأ ددغه هیواد په شمال او جنوب شرق کي د ګډو سرحدونو په امتداد کي تر جنګونو او تشنجونو وروسته.
په تهران کي ځیني سیاسي حلقې په دې نظر دي، چي طالبانو تغیر کړی دی او هغه د پخوا په ډول اسلامي غورځنګ نه دی. په دې خاطر هغوی ته نه باید د دښمن په سترګه وکتل سي.
خو ځیني نوري کړۍ بیا وايي، چي په افغانستان کي تازه انکشافات دقیقأ د همدې خبري ضد بیانوي. سربیره پردې شیعه ایران همیشه د سني طالبانو دپاره یو مذهبي دښمن پاتیږي.
د کرونا وبا ته په کتو سره ایران بیا د افغانستان څخه د مهاجرینو د یوې تازه څپې څخه بیره لري. ایران په ۱۹۷۹ م کال کي د پخواني شوروي اتحاد تر یرغل وروسته تر درې میلیونه اضافه افغانان ومنل. خو د کرونا پانډمۍ او اقتصادي بحران وروسته د کارپوهانو په عقیده دا د تصور څخه لیري ده، چي تهران به بیا افغان مهاجرو ته پناه ورکړي.